ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو

يو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو

author avatar
20 Apr 2012 - 15:00
يو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو
author avatar
20 Apr 2012 - 15:00

لښکرګاه ( پژواک دغويي لومړۍ نېټه ٩١) : يو ١٢ کلن ماشوم ، چې څلور ورځې مخکې د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه تښتول شوى و، وژغورل او په تړاو يې يوتن ونيول شو.

 په هلمند کې د ملي امنيت يوې سرچينې ، تير ماښام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماشوم په لښکرګاه کې د هلکانو د منځني ښوونځي له مخې تښتول شوى او د کجکي ولسوالۍ ته لېږدول شوى و.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، تښتول شوى ماشوم ( نقيب الله ) ددې ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکى دى.

 سرچينه زياتوي، چې امنيتي کسانو د تښتوونكو ديادې ډلې مشرعبدالهادي د لښكرګاه په بولان سيمه كې ونيو او تېره ورځ تښتول شوى ماشوم د عبدالهادي خپلوانو له کجکې ولسوالۍ راووست او ملي امنيت ته يې وسپاره .

 د ملي امنيت چارواکي وايي ، چې له نيول شوي تن څخه پلټني رواني دي ، تر څو نور ملګري يې هم ونيول شي.

 د تښتوونكو له منګولو راخلاص شوي ماشوم د هلمند د ملي امنيت په رياست کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى تښتوونکيو د ښوونځي له مخې موټر ته پورته كړ او وروسته نه دى پوه شوى، چې تر كجكې ولسوالۍ يې څنګه رسولى دى.

 ده وويل چې دوه ماشومان نورهم په يوه خونه كې له ده سره يوځاى بنديان وو او دى نه پوهيږي، چې د ماشومانو له تښتولو څخه د تښتوونکيو موخه څه وه.

 ددې ماشوم د تښتولو په تړاو نيول شوي تن عبدالهادي هم په ياد شوي رياست کې وويل چې دى د ماشوم په تښتولو کې لاس نه لري او نقيب الله دده د خور د زوى له خوا د کوکنارو د راټولولو لپاره كجكې ته بېول شوى و

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.