کابل (پژواک ٢ غويى ٩١): تر دوه ځلې رد وروسته ولسي جرګې د روان مالي کال بوديجه نن د رايو په اکثريت تصويب کړه.
ولسي جرګې د ولايتونو ترمنځ د انډول په پام کې نه نيولو، د کابل بانک ستونزې او ولسمشر ته د ډېرې بوديجې د اختصاص او ځينو نورو دلايلو له امله د ١٣٩١کال بوديجه دوه ځلې د کب په ٢٨مه او د وري په ٢١مه رد کړې وه.
کابل بانک تېر کال د ناقانونو پورونو او ناسم مديريت له امله له بحران سره مخ شو، دغه بانک وروسته د افغانستان بانک تر خپل کنټرول لاندې راوست او اوس د دولت په چوکاټ کې د (نوي کابل بانک) تر نوم لاندې فعاليت لري.
کابل بانک شاوخوا ٩١٠ ميليون ډالره قرض ورکړى وو او تر اوسه هم د دغه بانک پور اخيستونکو د پور ټولې پيسې دغه بانک ته نه دې ورکړې.
خو د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ماليې او بوديجې کمېسيون مشر اميرخان يار وويل، چې د کابل بانک ستونزي د حل لپاره ٨٠ ميليونه ډالره په پام کې نيول شوي وو، خو د جرګې د غړو له غوښتنې سره سم د کابل بانک له بوديجې څخه ١٥ميليونه ډالره کم او د ګردن ديوال پروژې ته ورکړل شوي دي.
د ګردن ديوال پروژه هغه حلقوي سړک دى، چې له باميانو ولايت څخه پيل او تر هرات پورې غځېدلى دى.
هغه وايي، چې د ولسمشر له بوديجې څخه ٥٠ ميليونه افغانۍ کمې او د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته ورکړل شوې دي.
ده زياته کړه، چې د بودجې په درېيمه مسوده کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو په عادي بوديجه کې ١٦٠ ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى دى.
د ولسي جرګې ګڼ شمېر غړو په نننۍ غونډه کې ويل، چې کابل بانک ته بايد هېڅ پيسې ورنه کړل شي او د ولسمشر بوديجه بايد ډېره کمه شي.
خو د ولسي جرګې په نننۍ غونده کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل، که د کابل بانک ستونزه هواره نه کړاى شي، د پيسو نړيوال صندوق (اى. اېم. اېف) به افغانستان ته پيسې ور نه کړي.
هغه وايي، چې د نړيوالې ټولنې د مرستو ډېره برخه د اى. اېم. اېف له لارې افغانستان ته ورکول کېږي، چې په هغې کې د عادي بوديجې ترڅنګ پراختيايي بودجه هم شامله ده.
زاخېلوال زياته کړه، چې هر کال د ولسمشر لپاره په همدې کچه بودجه په پام کې نيول کېده، خو ولسي جرګې ورسره هېڅ ستونزه نه درلوده.
د هغه په وينا، ولسي جرګې سږ کال د چارو ادارې پيسې هم د جمهوري رياست په بوديجه کې ورشاملې کړې دي.
زاخېلوال زياتوي: ((زه نه پوهېږيم، چې سږ کال د ولسي جرګې غړي ولې د ولسمشر له بوديجې سره ستونزه لري.))
د ولسي جرګې د مالي او بوديجې د کمېسيون د معلوماتو له مخې، د روان کال د بوديجې په لومړۍ مسوده کې د ولسمشر لپاره ٨٤ ميليونه ډالره او په درېيمه مسوده کې ٧٦ميليونه ډالر په پام کې نيول شوي دي.
زاخېلوال وايي، چې د دې بوديجې يواځې ١٣ميليونه په ٩١کوډ پورې اړه لري، چې له هغه څخه ولسمشر له بېوزلو سره د مرستې ترڅنګ په جګړو کې د وژل شوو له کورنيو او ټپيانو سره هم نغدي مرستې کوي.
زاخېلوال د ولسي جرګې غړو ته وويل: ((يوه مياشت مو وخوړله، دوه مياشتې په تدارکاتو کې تېريږي، زه تاسو ته عذر کوم، بوديجه تصويب کړئ؛ ځکه د عملي کېدو لپاره يې يواځې ٦ مياشتې پاتېږي.))
هغه وويل، که ولسي جرګه دغه ځل هم بوديجه رد کړي نو پراختيايي کارونه او د مرستندويانو ځينې مرستې به په ټپه ودرېږي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د بوديجې له تصويب سره بايد سليقوي چلند ونع شي.
هغه وويل: ((دا بوديجه نه زما ده، نه د زاخېلوال او نه هم د ولسمشر ده، دا د ملت بوديجه ده، بايد تصويب شي.))
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ماليې وزارت له خوا د سږ مالي کال لپاره وړانديز شوې بوديجه له ١٣٥ حاضر وکيلانو څخه په ١١١ موافقو رايو تصويب کړه او يواځې ٢٤ تنو يې مخالفه رايه ورکړه.
د ماليې، بوديجې او لګښتونو په قانون کې د تعديل له مخې، د ١٣٩١کال د نهو مياشتو لپاره ١٣٣،٦ ميليارده افغانۍ عادي او ١١١،٢ ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه په پام کې نيول شوې ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن