پلخمري (پژواک ٢ غويى ٩١): چارواکي وايي چې په بغلان کې د وروستيو سېلابونو له امله ١٤ تنه مړه شوي، پنځه نادرکه، درې ټپيان او په ډېره کچه مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
د بغلان ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد نصير کوهزاده د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په دانه غوري او بورکي ولسواليو کې وروستيو سېلابونو ١٠ تنه مړه کړي او پنځه نور نادرکه دي.
نوموړي زياته کړه، چې د بغلان په بورکي ولسوالۍ کې ٤ تنه مړه ،١٠ کورونه ويجاړ او د سلو په شاوخوا کې څاروي له منځه تللي دي.
د هغه په وينا، په دانه غوري ولسوالۍ کې شپږ تنه مړه شوي او پنځه نور تراوسه نادرکه دي.
بل خوا د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په نهرين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله ٤ تنه مړه شوي او ٣ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغې ولسوالۍ کې شاوخوا زر څاروي هم له منځه تللي دي.
د دانه غوري ولسوالۍ د ارتبلاق کلي اوسېدونکي ملا محمدالله پژواک ته وويل، چې د سېلابونو له امله په دې ولسوالۍ کې ٥٠ کورونه ويجاړ شوي او د سلو په شاوخوا کې کورنۍ له خپلو کورونو څخه کډه شوې دي.
د ده په خبره، تراوسه له دغه کورنيو سره د چا له خوا مرسته نه ده شوې.
د يادونې وړ ده، چې له تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن