ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انټرنټ بيه درې برابره کمېږي

د انټرنټ بيه درې برابره کمېږي

author avatar
24 Apr 2012 - 19:20
د انټرنټ بيه درې برابره کمېږي
author avatar
24 Apr 2012 - 19:20

کابل ښار (پژواک ٥ غويى ٩١): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوري فايبر له لارې د انټرنټي خدمتونو په بيو کې درې برابره کموالى اعلان کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير انجنير اميرزى سنګين وايي، چې له تېر کال راهيسې تراوسه، د يو مېګا بايټه (MB) انټرنټ مياشتنۍ بيه ٩٠٠ امريکايي ډالره عرضه کېږي؛ خو دا بيه د روانې مياشتې (غويي) له ١٢مې څخه د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت له لوري ٣٠٠ ډالرو ته راکښته کېږي.

نوموړي چې په نننۍ (د غويي ٥مه) خبري غونډه کې وينا کوله، وويل، په ټيټه بيه انټرنټي خدمتونه ټولو هغو شرکتونو ته چې جواز لري، په عمده توګه ورکول کېږي او شرکتونه کولاى شي، چې د دې بيې له لارې پېرودونکو ته په ټيټه بيه خدمتونه وړاندې کړي.

سنګين زياته کړه: ((موږ د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو په پراختيا سره هڅه کوو، چې ټولو ګرانو هېوادوالو ته لا ډېر مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کړو او د معلوماتي ټولنې په لور چټک حرکت ولرو، څو دا خدمتونه عام شي او له نړۍ سره مو اړيکې پراخې شي.))

د مخابراتو وزير زياته کړه، چې دا انټرنټي خدمتونه به د نوري فايبر له لارې وړاندې شي. په ١٣٨٩کال کې د دې شبکې پرمټ د انټرنټي خدمتونو د هرې مياشتې بيه له ٤٠٠٠ نه ١٥٠٠ امريکايي ډالرو ته راولوېده او دا بيه په ١٣٩٠ کال کې ٩٠٠ ډالرو ته راکښته شوه.

هغه زياته کړه، چې شپږ مياشتې وروسته به د انټرنټ پر بيه له سره غور وشي او د نوري شبکې د  پراختيا په صورت کې به د يو مېګا بايټه انټرنټ مياشتنۍ بيه له ٣٠٠ ډالرو هم راټيټه شي.

د نوري فايبر شبکې د غځولو کار په ٢٠٠٧ کال کې له کابل څخه پيل او د ٢٣٠٠ کيلومترو په اوږدوالي د پروان، بلخ، فارياب، هرات او کندهار ولايتونو څخه له تېرېدو وروسته، بېرته له کابل سره نښلي.

د دې شبکې کېبل تر ځمکې لاندې غځېدلى؛ د ټېلېفوني خدمتونو، انټرنټ، راډيو او تلويزيوني خپرونو د لېږد ظرفيت په ارزانه او لوړ کيفيت په ټول هېواد کې برابروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې دا شبکه له يو کال راپدېخوا په ډېرى ولايتونو کې فعاله ده او په دې موده کې يې څه باندې ٦٠ ميليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي دي.

افغانستان تردې دمه د نوري شبکې په مرسته له تاجکستان، پاکستان، ايران او ازبکستان سره تړل شوى دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير وويل، چې افغانستان دا مهال د نوري فايبر له لارې٦٠٠مېګابايټه انټرنټ له پاکستان، ٣٠٠ مېګابايټه له ازبکستان او ١٥٠ مېګا بايټه له ايران څخه پېرودلى دى.

د هغه د څرګندونو له مخې، له ايران څخه يو مېګابايټه انټرنټ ٣٥٠ ډالره، له ازبکستان څخه ١٠٠٠ امريکايي ډالره او له پاکستان څخه ١٦٠ امريکايي ډالره اخيستل شوى دى؛ خو د دې بيو د راکمېدو په اړه هم له يادو هېوادونو سره خبرې اترې روانې دي.

د مخابراتو وزير زياته کړه، چې سږکال به انټرنټي خدمتونه د  DSL،3G   او وايمکس  ټکنالوژۍ له لارې پراختيا ومومي او د وايمکس د جوازونو د صدور کار دوام لري او اټکل کېږي، چې په څو راتلونکو اونيو کې به د دې ټکنالوژۍ جوازونه، مخابراتي شرکتونو ته ورکړل شي.

3G سيستم (د معلوماتي ټکنالوژۍ درېيم نسل) د انالوګ او ډيجيټل مخابراتي سيستمونو په پرتله پرمختللى دى او له دې لارې د موبايل ټېلېفونو پرمټ شونې ده، چې  د  لوړ کيفيت او سرعت انټرنټي خدمتونه وړاندې شي، همدارنګه د دې سيستم له لارې په موبايل ټېلېفون کې د تصويرونو د ليدلو اسانتيا هم شته.

د 3G سيستم لومړنى جواز د روانې مياشتې په پيل کې د اتصالاتو مخابراتي خصوصي شرکت ته، د ٢٥ ميليونو ډالرو په بدل کې ورکړل شو.

د مخابراتو وزير زياته کړه چې په روان کال کې په پام کې لري، څو  د ((وايمکس)) جوازونه هم د هېواد انټرنټي شرکتونو ته ورکړي. وايمکس هم د انټرنټ يو نوى او چټک سيسټم دى، چې دا مهال د نړۍ په يو شمېر پرمختللو هېوادونو کې کارول کېږي.

هغه ژمنه وکړه، چې تر درېيو راتلونکو کلونو پورې به ټول ولايتونه د وايمکس او تري جي ټکنالوژۍ له لارې چټک انټرنټ ته لاسرسى پيدا کړي.

انجنير سنګين زياته کړه: ((څو کاله وړاندې په افغانستان کې انټرنټي خدمتونه د سپوږمکۍ له لارې وړاندې کېدل او اوس هم د دې خدمتونو ډېره برخه د سټلايټ له لارې افغانستان کې وړاندې کېږي، چې نرخ يې هم لوړ دى او د سپوږمکۍ له لارې د يو مېګابايټ بيه څلور زره امريکايي ډالره ده.))

انټرنټي شرکتونه  د انټرنټ د بيو کمېدل يو غوره ګام بولي.

د افغان سايبر د مخابراتي شرکت مشر سميع هاشمي پژواک ته وويل، چې انټرنټي شرکتونه د ټيټو بيو له لاري کولي شي، څو انټرنټې خدمتونه په ټيټه بيه خپلو مشتريانو ته وړاندې کړي.

هغه وويل چې تراوسه انټرنټي مرکزونه، پېرودونکو ته انټرنټي خدمتونه يو ساعت په  ٤٠ او ٥٠ افغانيو وړاندې کوي؛ خو په دې مرکزونو کې د انټرنټ د نرخ په رالوېدو سره به د انټرنټ بيه هم ټيټه شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې دا مهال د انټرنټي خدمتونو څه باندې ٤٠ شرکتونه په هېواد کې فعاليت کوي او د هېواد اته سلنه وګړي انټرنټي خدمتونو ته لاسرسى لري او اټکل کېږي، چې دا کچه به په درېيو راتلونکو کلونو کې شاوخوا ٥٠ سلنې ته لوړه شي.

 

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.