ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوباما استازي د افغانستان د سولې خبرو ته هيله مندي وښوده

د اوباما استازي د افغانستان د سولې خبرو ته هيله مندي وښوده

author avatar
26 Apr 2012 - 19:25
د اوباما استازي د افغانستان د سولې خبرو ته هيله مندي وښوده
author avatar
26 Apr 2012 - 19:25

کابل (پژواک ٧ غويى ٩١): د اسلامي نړۍ او اسلامي کنفرانس لپاره د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو مثبتو پايلو ته هيله مندي وښوده.

 د اسلامي نړۍ او اسلامي کنفرانس لپاره د امريکا د ولسمشر ځانګړى استازى رشاد حسين (Rashad Hussain) تېره شنبه افغانستان ته راغلى او تراوسه يې ميدان وردګو، پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو ته سفرونه کړي دي.

 هغه نن په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل، ځکه د سولې د خبرو ښو پايلو ته هيله من دى، چې يادو ولايتونو ته د سفر پر مهال يې سولې ته د خلکو لېوالتيا ليدلې ده.

 دغه راز دى وايي، چې د سولې لپاره د افغانستان حکومت هم هڅې کوي او دا د نړيوالې ټولنې غوښتنه هم ده.

 دغه راز سرچينې زياته کړه: “موږ د يو باثباته افغانستان او په افغانستان کې د يوې پرمختللې ټولنې غوښتونکي يو.”

 د خپرو شويو راپورونو له مخې، تراوسه امريکايي چارواکو له طالبانو سره د سولې په موخه خبرې کړې دي؛ خو په دې وروستيو کې طالبانو وويل چې دغه خبرې يې درولې دي.

 دغه راز د افغانستان حکومت تېر کال د سولې د خبرو لپاره عالي شورا جوړه کړې ده او له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو هڅې کوي.

 حسين د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو سرتېرو له خوا د قران کريم د نسخو سوځولو او په دې اړه د څېړنو د پايلو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د پوځيانو له خوا د قران کريم سوځول يوه تېروتنه وه او دى په دې اړه د څېړنو له پايلو معلومات نه لري.

 هغه وويل، چې اوس په افغانستان کې مېشتو بهرنيو پوځيانو ته په دې اړه اړينې لارښوونې شوې دي، ترڅو دا ډول  مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي.

 ده ډاډ ورکړ چې بيا به دا ډول پېښه تکرار نه شي.

 تېر کال د کب په لومړۍ نېټه، په بګرام هوايي اډه کې مېشتو بهرنيو ځواکونو د قران کريم يو شمېر نسخې او ګڼ شمېر ديني کتابونه وسوځول، چې د پلازمېنې کابل په ګډون يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو غبرګون راوپاراوه او په پراخو لاريونونو يې لاس پورې کړ.

 په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن، په دې اړه له افغانانو بښنه غوښتنې وه او په دې اړه يې د پلټنو امر کړى و.

 رشاد حسين چې دا ځل يې افغانستان ته درېيم سفر دى، وايي چې په تېرو لسو کلونو کې د امريکا متحده ايالتونو او اسلامي نړۍ ترمنځ په اړيکو کې د پام وړ پرمختګ راغلى دى.

 هغه وويل چې امريکا د نړۍ له ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو سره د اقتصاد، روغتيا، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې د همکاريو د پراختيا هوکړې کړي او هڅه کوي، چې دغه اړيکې نورې هم پراخه شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.