کابل (پژواک ٩ غويى ٩١): د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې د دوو بهرنيو سرتېرو په ګډون يو پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرازق قريشي د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته نن مازيګر شاوخوا ٥نيمې بجې، هغه مهال چاودنه ورکړه چې د ملي پوليسو او امريکايي سرتېرو ګډ کاروان يې ترڅنګ تېرېده.
د هغه په وينا، بريد د زرنج ښار په شهدا سيمه کې شوې ده.
قريشي وويل، چې له ځانمرګي سره په لاسي کراچۍ کې د ګازو ډبه هم وه او په کاروان کې د پوليسو پر رنجر موټر يې چاودنه ورکړه.
نوموړى وايي، چې د پوليسو او امريکايي سرتېرو ګډ کاروان د زرنج ښار له لوېديځ پنځه کيلومترۍ پل ابريشم سيمې څخه د زرنج ښار پر لور روان وو.
د ده د معلوماتو له مخې، د پوليسو په رنجر کې امريکايي سرتېري هم سپاره وو.
د نيمروز د عامې روغتيا رياست يوه ډاکټر سيف الدين پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې پنځه ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي؛ خو زياته يې کړه، چې د يوه امريکايي سرتېري او يوه پوليس وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د بريد مسووليت تردې دمه چا نه دى منلى.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن