ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف دوه ملکي وګړي ټپيان کړل

ايساف دوه ملکي وګړي ټپيان کړل

author avatar
1 May 2012 - 16:40
ايساف دوه ملکي وګړي ټپيان کړل
author avatar
1 May 2012 - 16:40

کندوز ښار (پژواک ١٢ غويى ٩١): په کندوز ولايت کې د ايساف د ډزو له امله دوه ولسي کسان ټپيان شول.

د کندوز د چهاردرې امنيه قوماندان سمونوال غلام محى الدين وايي، چې ايساف ځواکونو پرون د دې ولسوالۍ په منګتپه کلي کې دوه وروڼه په ډزو ژوبل کړل.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، ايساف ځواکونو په سيمه کې ګزمه کوله، چې د ماشنيدارې ډزې ترې وشوې او پر ځمکه ولوېده، په چرو يې دوه وروڼه چې په خپل دوکان کې ناست وو، ولګېدل.

د چهاردرې د امنيه قوماندان په وينا، دا ډزې په تېروتنې شوې او له امله يې دوه وروڼه چې يو ١٢کلن او بل ٢٥کلن و، ټپيان شوي دي.

د منګتپه کلي اوسېدونکي ٤٠ کلن قربان، چې هټۍ يې د دې دوو کسانو دوکان ته څېرمه موقعيت لري، وويل: ((زه په دوکان کې وم چې بهرنيو ځواکونو ګزمه کوله او ناڅاپه ډزې شوې، زه ډېر وډار شوم او په دوکان کې پټ شوم؛ کله مې چې د چيغو غږ واورېد، راووتلم او ومې لېدل چې دا دوه وروڼه ټپيان شوي او وروسته بيا بهرنيو ځواکونو هغوى له ځان سره يوړل.))

ايساف هم وايي، چې دا دوه کسان په تېروتنه د هغوى د سرتېرو له خوا ټپيان شوي دي.

په کندوز کې د ولايتي بيارغونې ډلې (PRT) مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې يو ټپي د کندوز د پى ار ټي په روغتون او بل د بلخ ولايت د مزارشريف د پي ار ټي په روغتونو کې تر درملنې لاندې دى.

سرچينې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د پېښې په اړه يې خپګان ښکاره کړى دى.

له بلې خوا، ايساف ځواکونو په امام صاحب ولسوالۍ کې څلور تنه له وسلوالو طالبانو سره د همکارۍ په تور نيولي دي.

د امام صاحب امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم ابراهيمي وويل، چې ياد څلور کسان په بابوس کلي کې د ايساف ځواکونو د تېرې شپې په عملياتو کې نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((ايساف ځواکونو غوښتل قاري نجيب الله، چې له القاعدې سره اړيکې لري، ونيسي؛ خو په هغه کور کې چې عمليات يې ترسره کړل، قاري نجيب الله په کې نه و، نو ځکه يې له دې کورڅخه څلور ملکي کسان ونيول.))

ابراهيمي زياته کړه چې هغوى له دې عملياتو څخه خبر نه وو.

خو په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې دا عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ او د ايساف ځواکونو په ملاتړ د يوې امنيتي ډلې له خوا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د يوه مشر د نيولو په خاطر په امام صاحب کې ترسره شول، چې په ترڅ کې يې څو شکمن مخالفين ونيول شول.

هغه خبرپاڼه چې نن د ايساف ځواکونو له لوري پژواک ته رارسېدلې، کاږي چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ياد مشر د دولتي چارواکو، افغان او ايساف امنيتي ځواکونو پرضد بريدونه پلان او لارښوونه يې کوي.

سرچينې د دې مشر نوم نه دى ښودلى او د هغه د برخليک په اړه يې څه نه دي ويلي.

افغان چارواکي وايي، چې دا مهال د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ځينې غړي په يو شمېر شمالي ولايتونو کې فعاليت کوي او سيمه ييز طالبان هم ورسره مرسته کوي.

دا تحريک په افغانستان کې د پخواني شوروي د ځواکونو پر وړاندې د جهاد پر مهال په ياد هېواد کې رامنځ ته شو، چې د ازبکستان پرضد جنګېده. وروسته له هغه چې د ازبکستان حکومت دا ډله ناقانونه اعلان او پرضد يې عمليات وکړل، غړي يې افغانستان ته راغلل.

د دې تحريک مشر جمعه نمنګاني و او پوځي مشرتابه يې طاهر يولداش کوله. يولداش د جهاد له برياليتوب څخه وروسته افغانستان ته راغى، د طالبانو د رژيم پرمهال يې هم په افغانستان کې فعاليت کاوه؛ وروسته بيا له خپلو کسانو سره د پاکستان سرحدي سيمو ته ولاړ او هلته يې فعاليت کاوه.

ايساف ځواکونو، يولداش د القاعدې شبکې يو مهم غړى باله او په لټه کې يې وو، چې په پاى کې درې کاله وړاندې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې له خوا په شمالي وزيرستان کې ووژل شو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.