ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترينکوټ-خاص اروزګان د لويې لارې امنيت خوندي شو

د ترينکوټ-خاص اروزګان د لويې لارې امنيت خوندي شو

author avatar
1 May 2012 - 11:25
د ترينکوټ-خاص اروزګان د لويې لارې امنيت خوندي شو
author avatar
1 May 2012 - 11:25

ترينکوټ (پژواک ۱۲ غويى ۹۱): د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار او خاص اروزګان ولسوالۍ ترمنځ لويه لاره تر لسو کلونو وروسته د خلکو پر مخ پرانيستل شوه.

خاص اروزګان ولسوالۍ د مرکز ترينکوټ ښار شمال ختيځ ته ١٦٠ کيلومتره لرې پرته ولسوالۍ ده، چې له غزني، دايکنډي او زابل سره ګډه پوله لري.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر ياده لاره د وسلوالو مخالفينو د شتون له امله خلکو او دولتي کسانو تګ راتګ نه شو کولاى.

هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د ملي ځواکونو او په ځانګړې توګه د پوليسو د عملياتو او فعاليتونو له امله دغه لاره له وسلوالو مخالفينو څخه پاکه شوه او پرون ناوخته د هر ډول ترافيک پر مخ پرانيستل شوه.

عايل وايي، چې اوس د سيمې اوسېدونکي او د دولت مامورين کولاى شي په ډاډه زړه پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

د نوموړي په وينا، پخوا به اروزګان ولسوالۍ ته د امنيتي کاروان په ډول اکمالات کول، خو اوس يواځې يو موټر کولاى شي دې ولسوالۍ ته اکمالات وکړي.

بلخوا د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي د دې لارې په پرانيستل کېدو خوشحاله شوي او وايي چې ډېرې ستونزې په يې ورسره هوارې شي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالاحد پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به دوى په سختو شرايطو او د شپې له خوا ترينکوټ ته تګ راتګ کاوه.

د هغه په وينا، ډېرى مهال طالبان پر لويه لاره دوى ته ستونزې جوړوي او د دوى لاره به يې هم بنده کړه او ځيني کسان به يې بنديانول هم.

هغه زياتوي، چې وسلوالو طالبانو له خلکو غوښتل چې د دوى پر ضد د هغوى له ليکو سره يو ځاى شي او يا هم ورسره مرسته وکړي.

د سردار په نوم د دې سيمې بل اوسېدونکى، چې پرون ناوخته له خاص اروزګان څخه مرکز تر ينکوټ ته راغلى وايي، چې په لاره کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دى مخ شوى.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل کړي؛ ځکه چې هلته د ژوند هېڅ ډول اسانتيا نه ده برابره او خلک يې هم بې روزګاره دي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.