ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وفي الله افتخار د ايسا نوى مشر وټاکل شو

وفي الله افتخار د ايسا نوى مشر وټاکل شو

author avatar
1 May 2012 - 15:11
وفي الله افتخار د ايسا نوى مشر وټاکل شو
author avatar
1 May 2012 - 15:11

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩١): د ايسا ادارې نوى مشر وايي، په هېواد کې د صنعت د پياوړتيا په موخه به په دې برخه کې د ځينو مالياتي معافيتونو لپاره هڅه وکړي.

وفي الله افتخار د پانګې اچونې د عالي کمېسيون په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ په هېواد کې له پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) د نوي مشر په توګه ټاکل شوى او نن يې په کار پيل وکړ.

 وفي الله په هېواد کې د پانګه اچونې د عالي کمېسيون مشر او د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي د يادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژاند.

 وفي الله افتخار په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل، چې دى به د دې ادارې د لاسته راوړنو د پياوړي کولو او نيمګړتياوو د له منځه وړو لپاره کار وکړي.

خو هغه ونه ويل، چې دغه اداره کومې نيمګړتياوې لري.

وفى الله افتخار وايي ، له دې امله چې صنعت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره يوه ښه لار دى، دى به هڅې وکړي چې د هېواد د صنعت د پياوړتيا په موخه دې ځيني مالياتي معافيتونه رامنځته شي.

افتخار د ايسا ادارې له کارکوونکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او له سوداګرو او صنعت کارانو يې وغوښتل، چې د دې ادارې د کارونو د اغېزمنتيا لپاره خپلې نيوکې او نظرونه له ده سره شريک کړي.

د ايسا ادارې مرستيال محمدنسيم اکبر وفى الله ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ وويل، چې دى او د دې ادارې ټول کارکوونکي به له هېڅ ډول همکارۍ څخه ځان شاته نه کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال هم په نننۍ غونډه کې وويل، چې د افغانستان حکومت بايد په هېواد کې د صنعت د پياوړتيا او پراختيا لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

ده له سوداګرو وغوښتل، چې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره په هېواد کې پانګونې ته پاملرنه زياته کړي.

هغه په داسې حال کې چې ويل يې په تېرو کلونو کې په هېواد کې سوداګرۍ پراختيا موندلې، زياته کړه: ((کېداى شي چې راتلونکي کلونه سوداګري دومره رونق ونه لري، د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا لپاره بايد ډېره پاملرنه صنعت ته وشي.))

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سوداګريز مرستيال مزمل شينواري د صنعت په برخه کې د يادو چارواکو د څرګندونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وزارت به د صنعت د پياوړتيا لپاره د قانوني واکونو په چوکاټ او امکاناتو ته په کتو کار وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي د ايسا نوى مشر يو مسلکي او پياوړى شخص وباله او ويې ويل، چې وفي الله د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ليسانس په کچه د پېښور په پوهنتون کې زده کړې کړې دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، وفي الله تر اوسه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګريزو جوازونو د مشر په توګه دنده ترسره کوله او تر هغه مخکې يې د ماليې وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.