جلال اباد (پژواک ١٣ غويى ٩١): په جلال اباد ښار کې د عدلي طب ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه ودانۍ، چې نن (د غويې ١٣مه) يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د عامې روغتيا وزارت له انکشافي بوديجې څخه د درې سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په درېيو پوړونو کې جوړېږي.
د عامې روغتيا وزارت د ولايتي څانګې عمومي رييس ډاکټر عبدالحکيم عزيز په همدې اړه په جوړې شوې غونډې کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري راتلونکى کال په جلال اباد ښار کې د يوه ستر زر بستريز روغتون د ودانۍ چارې هم پيل کړي.
ډاکټر عبدالحکيم وويل، چې د عدلي طب نوې ودانۍ به د جرايمو په کشف او تثبيت کې مهم رول ولوبوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد وويل، چې د جوړېدونکې ودانۍ چارې به د ځمکتلې (تکاوۍ) په ګډون د درېيو پوړونو په درلودو سره په يوه کال کې بشپړې شي.
د شېرزاد په وينا، نوې ودانۍ به د کرمينل تخنيک، مجهزو يخچالونو او په عدلي طب کې د محصلينو د عملي روزنې برخه ولري.
ډاکټر بازمحمد شېرزاد وويل، د عدلي طب نوې ودانۍ د ١٢ جسدونو د ساتلو وړتيا لري او د دې ودانۍ جوړېدل به ځکه دوى ته ډېره اسانتيا رامنځته کړي؛ چې د جلال اباد ښار د روغتون د مړو د ساتلو اوسنى ځاى د شپږ جسدونو د ساتلو وړتيا لري، چې ټول يخچالونه يې له کار لوېدلي دي.