ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې تنه له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول

درې تنه له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول

author avatar
4 May 2012 - 11:48
درې تنه له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول
author avatar
4 May 2012 - 11:48

چاريکار(پژواک ١٥غويى  ٩١): د پروان ولايت امنيتي مسوولينو د طالبانو د ډلې د ضربتي قطعې د قوماندان او دهغه د دوو همکارانو د نيولو خبر ورکړ.

د پروان ولايت مطبوعاتي مسوول روشنا خالد وايي،چې دا درې کسان ددې ولايت اوسېدونکي دي ،چې له طالبانو سره دهمکارۍ، تروريستي او ورانکارو کړنو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.

 د پروان ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول د نيول شويو کسانو نومونه هريو همايون مشهور په جاهد په پروان ولايت کې د طالبانو د ضربتي قطعې قوماندان، مدير او نصرت الله دهغه دوه ملګري ياد کړل .

نوموړي وويل،چې ياد کسان پرون د ملي امنيت رياست د منسوبينو او د پروان ولايت د پوليسو په همکارۍ ونيول شول.

 هغه وايي،چې نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى ، چې په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو پر اډه، د سوېلي کوريا پر ولايتي بيارغونې ډلې (پى ار ټي ) او د پروان ولايت په سرخ پشته کې يې پر امريکايي ځواکونو د بريدونو پلانونه درلودل.

خالد زياته کړه،چې له دې کسانو څخه يوه اندازه مهمات، د راکټ  څو مرمۍ او ارتباطي لاينونه تر لاسه شوي دي.

 د ملي امنيت لوى رياست هم پژواک خبري اژانس ته د يوې خبرپاڼې په  رالېږلو سره  د يادو درې کسانو د نيولو پخلى کړى دى.

د يادونې  ده،چې په تېره يوه اونۍ کې ،د ورانکارو کړنو په تور ٧ کسان په پروان ولايت کې نيول شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.