ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترينکوټ او کندهار ښارونو څه باندې شپږ کيلومتره سړکونه قير شول

د ترينکوټ او کندهار ښارونو څه باندې شپږ کيلومتره سړکونه قير شول

author avatar
5 May 2012 - 13:45
د ترينکوټ او کندهار ښارونو څه باندې شپږ کيلومتره سړکونه قير شول
author avatar
5 May 2012 - 13:45

ترينکوټ-کندهار ښار (پژواک ١٦ غويى ۹۱): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې ۴،۵ کيلومتره سړک قير او نن رسماً ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د دغه سړک د پرانيستو پر مهال د اروزګان والي اميرمحمد اخوندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سړک د شپږو مياشتو کې په موده کې په پاخه او اساسي جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې پر دغه سړک شاوخوا دوه نيم ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د اسټراليا هېواد له خوا ورکړل شوي دي.

والي د دغه سړک قيرول ډېر اړين او مهم وباله او زياته يې کړه، چې دغه مرکزي سړک دى او په خام حالت کې يې ښاريان له ډېرو ستونزو سره مخه کړي وو.

اميرمحمد اخندزاده په دغه ولايت کې له مېشتو اسټراليايۍ بيارغونې ډلې مننه وکړه، چې د دغه ولايت د بيارغونې په برخه کې ډېره همکاري کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په پلان کې لري په ترينکوټ ښار کې د بيارغونې يو شمېر نور پروژې هم پلې کړي.

د ترينکوټ ښار يوه دوکاندار سميع الله د دغه سړک په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې له دې سره يې ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

هغه وايي، چې له دې مخکې د سړک د خرابوالي له امله دوى له ډېرو دوړو په تنګ راغلي وو او د هوا د ککړتيا له امله خلکو ته ناروغۍ هم پيدا کېدې.

د يادونې ده، چې د دغه سړک يوه برخه اته کاله مخکې قير شوې وه، چې له څو مياشتو وروسته بېرته خرابه شوه.

دا په ترينکوټ ښار کې لومړى سړک دى، چې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.

د يوه بل خبر له مخې، د کندهار ښار د سرداد مددخان له څلورلارې تر کندهار پوهنتون پورې د غځېدلې لارې يو کيلومتر سړک، چې له ډېره وخته په خراب حالت کې و، جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او د کندهار ښاروال محمدعمر عمر له خوا پرانيستل شو.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د سړک د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه يو کيلومتر سړک د کندهار ښاروالۍ د ١١،٥ ميليونه افغانيو په لګښت د سيټا کمپنۍ له خوا د يوې مياشتې په موده کې رغول شوى دى.

هغه زياته کړه، سړک ١٤ متره سور او يو کيلومتر اوږدوالى لري، چې ټوليزه اندازه يې دوه کيلومتره ده.

د نوموړي په وينا، د دغه سړک جوړول له دې امله مهم دي، چې ښار له پوهنتون سره نښلوي او د عامو وګړو ترڅنګ د ٤ زره په شاوخوا کې محصلين هم پرې تګ راتګ کوي.

والي ومنله، چې د تخنيکي ستونزو او کافي کارکوونکو د نشتوالي له امله ډېر مهال د سړکونو د رغولو کار ځنډېږي.

د کندهار ښاروال محمدعمر عمر پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سړک د کندهار ښار له مرکزي سړکونو څخه و او له ډېره وخته راهيسې په خراب حالت کې پروت دى.

هغه زياته کړه، ښاروالۍ په پلان کې لري، چې د روان کال تر پايه ٥٣ کيلومتره سړکونه پاخه کړي، ٣٠ زره متره لښتي او ٣٠ زره متره پلې لارې په پاخه او اساسي توګه جوړ کړي.

د محمد اکرم په نوم د سردار مدد خان څلولارې يوه اوسېدونکي د سړک پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې مخکې خلک د دوړو او خټو له امله په ستونزو کې وو، دغه راز د سړک دواړو غاړو ته د کورونو اوسېدونکي يې هم په تکليف کې اچولي وو.

د نوموړي په وينا، د دغه سړک له جوړېدو سره د خلکو ستونزې حل شوې او له دولت څخه د دغه کار له امله خوښ دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.