جلال اباد-ميدان ښار (پژواک ١٦ غويى ٩١): د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ دور بابا کې د يوې چاودنې له امله پنځه سرحدي پوليس ووژل شول.
په ختيځو ولايتونو کې د لومړي نمبر سرحدي پوليسو قوماندان سمونوال ولي خان شينواري د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه تېر ماښام د دور بابا ولسوالۍ په يوې لرې پرتې غرنۍ سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوه رينجر موټر د ريموټ کنټرول په وسيله شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دغې چاودنه کې په رينجر کې سپاره پنځه سرتېري ځاى پر ځاى وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، پېښه له پاکستان سره پولې نږدې د شورګر په غرنۍ سيمه کې رامنځ ته شوې، خو کومه وسلواله نښته يې ترمنځ نه ده شوې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په دغې پېښه کې په رينجر کې سپاره لس پوليس وژل شوي دي.
دور بابا د ننګرهار سوېل ختيځه ولسوالۍ ده چې د پېښې ځاى يې د پاکستان د خيبر ايجنسۍ تېرا سيمې ته نږدې او د جلال اباد ښار په سل کيلومترۍ کې واقع ده.
د يوه بل خبر له مخې، پرون د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه رينجر چاودنه شوې ده.
د والي وياند شاهدالله شاهد وايي، په دې پېښه کې چې د دارالمعلمين ودانۍ ته څېرمه رامنځته شوې، د يوې لېسې ښوونکى معلم اجمل وژل شوى او يو بل کس ټپي دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن