ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ نيمايي ښوونځيو ته ودانۍ نشته

د کونړ نيمايي ښوونځيو ته ودانۍ نشته

author avatar
8 May 2012 - 16:42
د کونړ نيمايي ښوونځيو ته ودانۍ نشته
author avatar
8 May 2012 - 16:42

اسعد اباد (پژواک ١٩ غويى ٩١): د کونړ د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې له نيمايي ډېر ښوونځي اوس هم ودانۍ نه لري.

د کونړ د پوهنې رييس سيد جمالدين حسيني د غويي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې په کونړ کې دغه مهال د هلکانو او نجونو ٤٦٠ ښوونځي فعال دي، خو ٢٥٧ يې اوس هم ودانۍ نه لري.

د هغه په وينا، هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، زده کوونکي يې په کرايي کورونو، جوماتونو او يا هم د ونو سيورو ته زده کړې کوي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه مهال د يو شمېر ښوونځيو د جوړېدو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به يې د دوى دغه ستونزه تر يوې کچې راټيټه شي.

حسيني وايي: ((د پوهنې پر وړاندې د ودانيو له کمښت پرته کومه بله جدي ستونزه نشته او تر دې مهاله د وسلوالو مخالفينو له خوا کوم ښوونځى نه دى تړل شوى او نه هم سوځول شوى دى.))

د ده په خبره، چې په کونړ کې ښوونيز بهير په نورمال ډول پر مخ ځي او تمه يې وښوده چې د ودانيو د کمښت ستونزه به هم هواره شي.

هغه د ښوونځيو پر وړاندې د ستونزو نه شتون، په دغه ولايت کې د خلکو همکاري له پوهنې سره په ګوته کړه.

د پوهنې رييس زياته کړه: ((کونړ چې يوه غرنۍ سيمه ده، زيات نفوس يې په غرونو کې اوسېږې او ښوونځي هم په غرنيو سيمو کې دي، چې هغه هم د دولت له امنيتې کنټرول نه بهر دي، خو بيا هم ټول ښوونځي د زده کونکو پر مخ خلاص دي.))

د هغه په وينا، ډېر وخت چې ښوونکي ډېره غيرحاضري کوي او ټولګيو ته نه حاضريږي د وسلوالو طالبانو له خوا، ده ته خبر ورکول کېږي.

د ده په خبره، وسلوال مخالفين هم په کونړ کې د پوهنې په برخه کې مرسته کوي او له ښوونځيو سره کار نه لري.

حسيني زياتوي، چې په کونړ کې د ٣٩١٣ ښوونکو له خوا  ٧٣ زره زده کوونکو ته تدريس کېږي.

نوموړى د نوي نصاب په برخه کې ستونزې مني او وايي، چې له پلازمېنې کابل څخه ورته د نوي نصاب چاپ شوي کتابونه په پوره توګه نه دي رسېدلي او هغه چې ترلاسه کړي يې دي، د دغه ولايت بېلابېلو ښوونځيو ته يې رسولي دي.

بلخوا د کونړ د دانګام ولسوالۍ د بيداد ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکى واسع الله پژواک اژانس ته وويل، دوى ته تر اوسه نه د نوي نصاب او نه هم د زاړه نصاب درسي کتابونه رسېدلي دي.

هغه له اړوند چارواکو وغوښتل، دوى ته بايد درسي کتابونه ور ورسېږي؛ ځکه چې وروسته به بيا ښوونيز کال ور څخه تېر شي.

د اسمار ولسوالۍ د  نجونو لېسې زده کوونکې فوزيه هم وايي، چې دوى د نوي نصاب د چاپ شوو کتابونو د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

د هغې په وينا، د نوي ښوونيز کال له پيل څخه وخت اوښتى، خو لا يې هم کتابونه نه دي ترلاسه کړي.

د يادونې ده، چې په کونړ کې د پوهنې وزارت، ولايتي بيارغونې ډلې، د هند او جاپان سفارتونو په مرسته ډېر شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او په ځينو يې کار روان دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.