غزني ښار (پژواک ۲۳ غويى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او طالب وسلوالو ترمنځ په خپلمنځي جګړه کې د دواړو لورو اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اندړو ولسوال شېر يوسفزي د غويي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د اندړو ولسوالۍ په پناه او عبدالرحيم خېلو سيمه کې د طالبانو او حزب اسلامي د وسلوالو ترمنځ درنه جګړه وشوه.
د هغه په وينا، د دغې جګړې په ترڅ کې د عبدالصمد په نوم د حزب اسلامي يو مهم قوماندان د وسلوالو طالبانو له لوري ووژل شو او يو وسلوال يې ټپي دى.
نوموړي زياته کړه، چې د حزب اسلامي د وسلوالو له خوا بيا څلور وسلوال طالبان ووژل شول او دوه نور يې ټپيان کړل.
د اندړو ولسوال وايي، چې ياده نښته تېر ماښام پيل او نږدې درې ساعته يې دوام وکړ.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم د يادې پېښې پخلى کوي او وايي، چې د وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کي درنه نښته شوې، چې په پايله کې يې د حزب اسلامي د صمد په نوم يو قوماندان وژل شوى او دوه نور وسلوال يې ټپيان شوي دي.
خو نوموړي وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
د سيمې اوسېدونکي هم وايي، چې د وسلوالو طالبانو او د حزب اسلامي وسلوالو ترمنځ درنه نښته شوې ده.
د اندړو د پناه کلي يوه اوسېدونکي لعل محمد پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د دوى په سيمه کې ناڅاپه ډزې پيل شوې.
نوموړي زياته کړه: ((لومړى د سپکو ډزو غږونه وو، خو وروسته د درنو وسلو غږونه هم پيل شول، موږ فکر کاوه چې له امريکايانو سره به د طالبانو جنګ وي.))
وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د روانې غويي مياشتې په ١٦مه نېټه چارواکو ويلي وو، چې د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او د حزب اسلامي وسلوالو ترمنځ په درې ورځنۍ نښته کې د حزب اسلامي د وسلوالو له خوا درې وسلوال طالبان ووژل شول او د حزب اسلامي له لوري بيا دوه تنه ټپيان شوي وو.
د يادونې ده، چې پخوا هم په بغلان ولايت کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو ترمنځ څو ځلې نښتې رامنځ ته شوې، چې په کې دواړو خواوو ته ځاني زيان اوښتى وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن