زرنج (پژواک ٢٣ غويى ٩١): په نيمروز ولايت کې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه د غلو له خوا وژل شوي، چې وروسته بيا طالبانو د دغې وژنې په تور دوه تنه وژلي دي.
د نيمروز د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار (د غويي ٢٣مه) دوه سړي او دوه ښځې، چې د ولسوالوۍ له مرکز څخه پوزه خازه سيمې ته په لاره وو، د غلو له خوا وژل شوي دى.
د نوموړي په خبره، چې غله له دغه کار وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
د خاشرود ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدګل پژواک ته وويل، چې دوه تنه له خپلو مېرمنو سره د غلو له خوا ودرول شول او د پيسو د نه ورکړې له امله له لفظي شخړې وروسته، غلو هغوى ووژل.
هغه زياته کړه، چې له پېښې وروسته خلکو سيمه ييزو طالبانو ته شکايت وکړ او هغوى دوه تنه د دې وژنې په تور ونيول.
محمدګل وويل، چې نيول شوو دوو تنو پر خپل جرم اعتراف وکړ او د خلکو پر وړاندې د طالبانو له خوا په مرميو وويشتل شول.
عبدالباري د پوزه خازه سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((طالبانو دوه تنه وروسته تر هغه په ګوليو ووېشتل او ويې وژل، کله چې د يادې پېښې په تور د وهلو په ترڅ کې طالبانو د هغوى اقرار واخيست.))
د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزي هم ومنله چې طالبانو د څلورو تنو د وژلو په تور دوه کسه په مرميو وژلي دي.
نوموړي د غلو او طالبانو يادې کړنې وغندلې او ويې ويل، چې ښه به دا وه چې تورن کسان د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا محاکمه شوې واى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دى څرګند کړى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن