ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې ٣٦٠ بستريز روغتون جوړ شو

په بلخ کې ٣٦٠ بستريز روغتون جوړ شو

author avatar
12 May 2012 - 16:00
په بلخ کې ٣٦٠ بستريز روغتون جوړ شو
author avatar
12 May 2012 - 16:00

مزارشريف (پژواک ٢٣ غويى ٩١): د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې په طبي معيارونو برابر ۳۶۰ بستريز روغتون  رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغه روغتون ودانۍ چې د جرمني او سوېډن هېوادونو په مالي ملاتړ جوړه شوې، نن (د غويي ۲۲ مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ كې، چې د عامې روغتيا وزيرې، په افغانستان كې د جرمني سفير، د بلخ والي او د ولسي جرګې يو شمېر غړو په کې ګډون درلود، پرانيستل شوه.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ربېع پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ياد روغتون ودانۍ د تېرو دوو كلونو په ترڅ كې د ۱۴ميليونه يورو په لګښت جوړه شوه.

نوموړي زياته كړه، چې په دغو مرستو كې ۱۳ميليونه يورو المان او ۱ميليون يورو سوېډن هېواد لګولي دي.

د هغه په وينا، دغه راز به د لا ډېرو ښو او معياري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د جاپان له خوا د ۱۰ميليونه يورو په لګښت عصري طبي وسايل د دغه روغتون په واک کې ورکړل شي.

د عامې روغتيا وزيرې مېرمن ثريا دليل په يادو مراسمو کې وويل، چې دغه روغتون د سيمې په كچه په پرمختللو روغتونو كې راځي.

د عامې روغتيا وزيرې د بلخ له چارواكو، د ملكي روغتون له مسوولينو او د دغه ولايت له اوسېدونكو د ياد روغتون د ساتنې او په ښه توګه د کارولو هيله وكړه.

په افغانستان كې د جرمني سفير كونيك konic وويل، چې د دوى له خوا د دغه روغتون جوړول له افغانستان سره د همكارۍ تر ټولو ستره بېلګه ده.

د هغه په وينا، په پام کې ده تر ۲۰۱۳ کال پورې د ياد روغتون د طبي پرسونل د ظرفيت لوړولو په موخه درې ميليونه نور يورو  هم ولګوي.

د بلخ والي عطامحمد نور له جرمني، سوېډن او جاپان هېوادونو څخه د مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه روغتون به د هېواد په كچه د درملنې د لوړ معيار اسانتياوې برابرې كړي.

نوموړي زياته كړه، چې د دغه روغتون جوړول له افغانانو سره د جرمني هېواد لومړۍ مرسته نه ده، بلكې له دې مخكې يې هم په بلخ ولايت كې د ياد وړ چارې ترسره كړې دي.

د هغه په وينا، د مزارشريف د هوايي ډګر د ځغاست ليکې جوړول او د ترمينل كار، چې اوس روان دى، ښې بېلګې يې دي.

د يادونې ده، نږدې شپږ كاله مخكې د بلخ د ملكي روغتون زياته برخه سوځېدلې وه، چې تر اوسه يې د خلكو د درملنې په برخه كې خورا ډېرې ستونزې لري. 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.