ژبه

په کابل کې ٤سوه تنه د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ شول

احمدشاه عرفانیار

۲۴ غویی ۱۳۹۱ - ۱۶:۵۰

Views: ۹۲

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩١): څلور سوه نجونو او هلکانو د پاکستان په مرسته په کابل کې د کمپيوټر او انګليسې ژبې درې مياشتنۍ زده کړې وکړې.

د پاکستان په سفارت کې د دغه هېواد سفير محمدصادق نن يادو ٤٠٠ تنو ته د فراغت د سندونو د ورکړې په ناسته کې وويل: “دا د پاکستان لپاره د خوښۍ ورځ ده، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.”

ده وويل، چې له يادو کسانو څخه ١٥٠ تنو ته د کمپيوټر او ٢٥٠ يې د انګليسي ژبې زده کړې، په کابل کې د پاکستان اړوند په روزنيز انسټيټيوت کې ورکړل شوې دي.

د هغه په وينا، د دغه انسټيټيوت موخه دا ده چې د انګليسي او کمپيوټر په برخه کې د افغان ځوانانو علمي وړتياوې لوړې شي.

محمدصادق وايي: “د مهاجرت له کلونو راهيسې تر اوسه شاوخوا ٣٠زره افغان زده کوونکو په پاکستان کې لوړې زده کړې کړې او اوس په خپل هېواد کې پر خدمت بوخت دي.”

د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ٧٠٠٠ افغان زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي او پاکستان له تېرو درېيو کلونو راهيسې د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره د ٢٠٠٠ تحصلي بورسونو مرسته کړې ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد هم په نننيو مراسمو کې ګډون کړى و.

عبيد د روزنې په برخه کې د پاکستان له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه مهال د پاکستان د يادو دوه زره بورسونو له لارې ١٥٠٠ افغان زده کوونکي په پاکستان کې په زده کړو بوخت دي.

دى وايي، چې د پاتې ٥٠٠ بورسونو له لارې به هم په نږدي راتلونکي کې کسان پاکستان ته د زده کړو لپاره ولېږل شي.

 هغه زياته کړه: “د پاکستان مرستې نه يواځې د افغان زده کوونکو د وړتياوو د لوړولو، بلکې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو د ټينګښت لپاره هم مهم ګام دى.”

ديبا يوه له له يادو ١٥٠ کسانو څخه ده، چې په ياد شوي انسټيټيوټ کې يې د کمپيوټر زده کړې کړې دي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زده کړو په ياده درې مياشتنۍ دوره کې يې د (ورډ، اېکسل، پاروپاينټ او انټرنټ ) په برخو کې زده کړې کړې دي.

ديبا په ياد انسټيټيوت کې د وړيا زده کړو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د کورنۍ اقتصاد يې ضعيف دى او دې نه شو کولاى چې د پيسو په بدل کې د کمپيوټر زده کړې وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د معلوماتو له مخې، ياد انسټيټيوت د ٢٠١١ ميلادي کال د جنوري په مياشت کې په کار پيل کړى او تر اوسه يې له لارې د يادو ٤٠٠ تنو په ګډون په څلورو پړاوونو کې ١٢٠٠ زده کوونکو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې ورکړل شوې دي.