ژبه

په ايران کې د کتاب په نړيوال نندارتون کې افغانستان لومړى مقام خپل کړ

زرغونه صالحى

۲۵ غویی ۱۳۹۱ - ۱۵:۳۶

Views: ۵۴

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩١): افغانستان په ا يران کې د کتاب په نړيوال نندارتون کې د ٧٧ هېوادونو تر منځ لومړى مقام ترلاسه کړ.

د افغانستان د خپرندويانو او کتاب پلورونکو د سراسري اتحاديې رييس اجمل عازم نن د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نندارتون د کتاب د نړيوالې اونۍ په مناسبت د غويي له ١٤ تر ٢٤مې پورې په تهران کې جوړ شو.

هغه وويل، چې په دغه نندارتون کې د ٧٧ هېوادونو ډول ډول کتابونه په ٢٠٠ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې له افغانستان څخه د تاريخ، سياست، کولتور او نورو برخو کې زر عنوانه ډول ډول کتابونه، چې شمېره يې لسګونه زره ټوکو ته رسېږي، په يوه غرفه کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

د عازم په وينا، افغانستان له دې امله د دغه نندارتون لومړى مقام ترلاسه کړ، چې د افغانستان اړوند غرفې د نندارتون د ټولو غرفو په منځ کې زيات ليدونکي لرل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هره ورځ نږدې پنځلس زره کسانو د افغانستان له غرفې نه ليدنه کوله.

هغه وويل، چې د نندارتون د لسو ورځو په موده کې د نورو ترڅنګ په ايران کې ٦٠ زره افغان کډوالو د افغانستان له غرفې ليدنه وکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ناشرانو اتحاديې په خپله غرفه کې ١٠زره ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې کړي وو، چې ټول وپلورل شول.

عازم وايي، چې له ٢٥ کلونو راپه دېخوا هر کال په ايران کې داسې نندارتون جوړېږي، خو دا لومړى ځل دى، چې افغانستان په هغه کې ګډون کوي.