ژبه

د کابل د نن چاپ ورځپانو غورچاڼ

احمدضياء رحیمزی

۲۶ غویی ۱۳۹۱ - ۱۲:۱۶

Views: ۶۵

کابل ښار (پژواک ٢٦ غويى ٩١): د کابل چاپ ورځپاڼو غټ سرټکي نن د سولې د عالي شورا د مهم غړي مولوي ارسلا رحماني د وژل کېدو د پېښې پر څېړنې سربېره د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ترينګلتوب او د افغانستان پر وضعيت د هغې اغېزې جوړوي، همدارنګه ځينو ورځپاڼو د طالبانو د يوه مشر ملا معتصم آغا هغو څرګندونو ته هم پاملرنه کړې چې وايي طالبان دې د يوه سياسي حرکت په توګه په رسميت وپېژندل شي.

 د سرنوشت ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د امريکا او پاکستان د اړيکو د ترينګلتيا بېلابېلو اړخونو ته په پاملرنې سره په دې اند ده چې د امريکا او پاکستان ترمنځ د اختلاف اصلي مسايل هغه نه دي چې ياديږي، بلکې تر دې ژور او بنسټيز دي چې د دواړو هېوادونو له ملي ګټو سره کلک تړاو لري.

 سرنوشت ورځپاڼه د خپل بحث په دوام او د شيکاګو غونډې ته د پاکستان نه وربلل کېدو ته په پاملرنې سره په دې باور ده چې امريکا هڅه کوي، څو له پاکستان سره خپله ستونزه يوازې د امريکا او پاکستان ستونزه پرې نه ږدي، بلکې غواړي چې اوسنۍ ستونزه د پاکستان او ناټو ترمنځ په ستونزه واړوي، له همدې امله امريکا په دې کې زيات رول لوبولى چې پاکستان د شيکاګو غونډې ته ونه بلل شي.

 دغه ورځپاڼه په دې نظر هم ده چې په دې مهمه غونډه کې د پاکستان نه ګډون ښايي د پاکستان لپاره له زغم څخه وتلى وي او د ورځپاڼې په خبره، که پاکستان د شيکاګو له کنفرانس څخه پاتې شي، نو دا به د امريکا او پاکستان اړيکې لا هم ترينګلې کړي او پاکستان به له امريکا سره د مخالفت لپاره په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړي.

د محور ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او په دې اند ده چې د امريکا پوځي او ملکي چارواکو له ډېرې مودې راپه دېخوا هڅه کړې چې له پاکستان سره اړيکې عادي حالت ته را وګرځي او لږ تر لږه پاکستان د ناټو ځواکونو پر مخ تړل شوې لاره پرانيزي خو پاکستان لا تر اوسه د دوى دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ورکړى.

  محور ورځپاڼه په افغانستان کې د امريکا سفير د تېرې ورځې څرګندونې هم را اخيستي دي چې له ګاونډيو هېوادونو يې غوښتي وو ترڅو ستراتيژيک تړون په غور سره وګوري او بيا دې د افغان حکومت د مخالفينو له ملاتړ څخه لاس واخلي، خو ورځپاڼه په دې نظر ده چې کله امريکا د ناټو ځواکونو د لارې د خلاصولو لپاره پر پاکستان فشار نه شي راوړلاى نو د پاکستان په ګډون به د افغانستان له ګاونډيانو څه ډول په عذر او زاريو د افغانستان لپاره سوله او ثبات ترلاسه کړي.

د محور ورځپاڼه په دې اند ده چې د تېرو درېيو لسيزو تجربې ته په پاملرنې سره، له رغنده اقداماتو پرته د دې ډول غونډو، څرګندونو او عذر او زاريو له لارې نه خو سوله راوستل کېږي او نه کومه بله ستونزه هوارېږي.

د هشت صبح ورځپاڼې هم په همدې اړه بحث کړى دى او د ناټو د ملکي وياند هغو څرګندونو ته په پاملرنې سره چې پاکستان د شيکاګو غونډې ته نه دى بلل شوى، په دې اند ده چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان نه بلل کېدل، د يوه نوي حرکت او کړنلارې څرګندويي کوي، چې له پاکستان پرته هم په افغانستان او سيمه کې کار کول شونى دى.

هشت صبح ورځپاڼه په دې اند ده چې د پاکستان د سياسي انزوا لپاره هلې ځلې، د دغه هېواد د مشرانو په سياسي کړنو کې رېښه لري او د ورځپاڼې په خبره د دغه هېواد مشرانو په خپل دوه مخي سياست سره له يوې خوا د لوېدېځ والو سترې مرستې ترلاسه کړې دي او له بل لوري يې هم دغه هېواد د ترهلګرو په جنت بدل کړى دى.

د ماندګار ورځپاڼه هم په خپله نننۍ سرمقاله کې د پاکستان د ډيپلوماسۍ بن بست ته اشاره لري او په دې اند ده چې امريکا او پاکستان له يو بل سره په نرمې پهلوانۍ بوخت دي او د ورځپاڼې په خبره دواړه يو د بل په غوښتنو پوهېږي او له همدې امله، غواړي فرصتونه ښکار کړي او د لا زياتو امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

 ماندګار ورځپاڼه په دې اند ده چې د پاکستان لپاره د امريکا او لټيماټوم يوازې د اکمالاتي لارې د بندښت په اړه يو سياسي غبرګون نه و، بلکې د ورځپاڼې په خبره امريکا غواړي له دې سره يو ځاى خپلو پاکستاني سيالانو ته دا پيغام هم ولېږدوي چې نور په سيمه کې د پاکستان د ونډې په نامه کوم څه په رسميت نه پېژني.

دغه ورځپاڼه د افغان دولت له ضعيفي او له عاجزۍ سره له ملګرې پاليسۍ څخه هم سر ټکوي او ليکي چې موږ لا تر اوسه د ډيپلوماسۍ په ډګر کې د زيات غوښتونکو ګاونډيانو پر وړاندې د ځانګړي بدلونونو شاهدان نه يو.

د خدمتګار او ملي باور ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د طالبانو د يوه پخواني چارواکي ملا معتصم آغا پر هغو څرګندونو بحث کړى چې وايي طالبان بايد د يوې سياسي ډلې په توګه د نړيوالو له خوا په رسميت وپېژندل شي او همدارنګه دا چې ډېرى طالبان سوله غواړي، خو يوه وړه کړۍ پر جګړې ټينګار لري.

خدمتګار ورځپاڼه په دې اند ده چې طالبانو ډېری فرصتونه تلف كړي او په دوو لسيزو كې يې ونه كولاى شول ځان د يوې بشپړې سياسي ډلې په توګه ثابت كړي او د ورځپاڼې په خبره دا د طالبانو د مشرانو ستره تېروتنه وه چې دغه تحريك يې په لوى لاس پاكستان ته په لاس وركړ او پاكستان هم د يوه نابللي خدمتګار په توګه د خپلو ستراتيژيكو موخو لپاره له هغه څخه کار واخيست.

همدارنګه د ملي باور ورځپاڼه د ملا معتصم آغا د دغو څرګندونو په اړه چې وايي، کم شمېر طالبان په افغانستان کې د سولې له بهير سره مخالفت کوي، ليکي، چې ولې افغان دولت او نړيوالې ټولنې په دومره موده کې هغه طالبان پيدا نه کړل چې سولې ته ژمن دي او له جګړې ستړي شوي دي.