ژبه

په خوست کې ٦ سوه زده کوونکي مسموم شول

هدايت الله خوستى

۲۶ غویی ۱۳۹۱ - ۱۴:۵۴

Views: ۶۸

د دغه ولايت د پوهنې د رياست وياند سيدموسى مجروح د غويي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د اورزې په سيمه کې د هلکانو د منځني ښوونځي ټول زده کوونکي مسموم شوي دي.

د هغه په وينا، د دغو زده کوونکو د مسموم کېدو لامل تر اوسه نه دى څرګند خو ګومان کېږي چې دغه زده کوونکي به د مسموم کوونکو موادو په کارولو مسموم شوي وي.

 نوموړي زياته کړه: ((د خوړو او اوبو څښلو له امله ټول زده کوونکي په يو ځاى نه مسموم کېږي او خامخا به يو نيم روغ پاتې واى، خو ښايي په ياد ښوونځي کې د مسموم کېدو دوا پاشل شوې وي.))

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر اميربادشاه منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست ملکي روغتون ته په سلګونو مسموم شوي زده کوونکي ور وړل شوي، خو تر اوسه يې کره شمېر نه دى معلوم.

د هغه په وينا، سيمې ته د عامې روغتيا او د پوهنې رياست ګډ پلاوى تللى، څو د يادې پېښې لامل پيدا کړي.

د ده په خبره، د مسموم شوو زده کوونکو روغتيايي حالت ډېر د اندېښنې وړ نه دى او ښايي تر مازيګره ډېرى يې له روغتون څخه خارج شي.

د دغه ښوونځي يوه زده کوونکي ولي نور پژواک اژانس ته وويل، د تفريح په ساعت کې چې کله له ټولګيو ووتل، سر يې وګرځېد او نور په ځان پوه نه شوو.

نوموړي زياته کړه، چې نه پوهېږي د څه له امله دا پېښه رامنځ ته شوې، خو دوى اوبه او يا هم کوم نور خواړه نه دي خوړلي.

پژواک هڅه وکړه، چې په سيمه کې له ښوونکو او نورو خلکو سره اړيکه ونيسي، خو په ټيلېفوني خدمتونو کې د ستونزې له امله ورسره اړيکه ټينګه نه شوه.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې هم په بلخ ولايت کې د يوه ښوونځي شاوخوا ٤٠ نجونې زده کوونکې د ناڅرګند لامل له امله مسمومې شوې وې.