کابل (پژواک ٢٦ غويي ٩١): په روان کال کې به د کابل په مرکز او ولسواليو کې د ١٤،٢ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د کرنې په برخه کې ګڼ شمېر پروژې پلې شي.
دا څرګندونې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير محمداصف رحيمي نن په کابل کې د کابل له والي او ولايتي شورا له مشر سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.
د ده په وينا، د کرنې وزارت د خپل پراختيايي پلان له مخې په پام کې لري، چې د کرنيزو توکو د کميت د ډېروالي او کيفيت د ښه والي په موخه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ګڼ شمېر پروژې د روان کال په اوږدو کې پلې کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې د ځنګلونو ساتنه او بيارغونه، د اوبو د زېرمو، د کبانو د روزنې د فارمونو او باغونو جوړول او د زعفرانو او نورو کرنيزو توکو ترويج او تکثير شامل دي.
همدارنګه رحيمي وايي، د سړو خونو، په ژمي کې د نباتاتو د پاللو خونې (ګرين هاسونه) د خوراکي توکو د پروسس د مرکزونو، د څارويو د نسل اصلاح او د بزګرانو د وړتياوو د لوړولو لپاره د روزنيزو مرکزنو جوړول هم په دغو پروژو کې شامل دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ١٠،٨ ميليونه ډالره به د ياد وزارت له پراختيايي بوديجې او پاتې نور به د مرسته کوونکو موسسو له لوري ورکړل شي.
د کابل والي احمدالله عليزي په نننۍ ناسته کې د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه چې په کابل کې يې د دغو پروژو د پلې کولو هوډ کړى دى.
ده وويل، چې دغه پروژې به په ولسواليو کې د کرنې د مديريتونو له خوا په شفاف ډول پلې شي.
هغه زياته کړه: “يو شمېر سکټوري وزارتونو د ولايتونو ترمنځ د پراختيايي پروژو په پلې کولو کې توازن په پام کې نه دى نيولى، نو زما هيله دا ده چې د نورو ولايتونو ترڅنګ بايد د کابل ولايت ته هم پاملرنه وشي.”
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن