ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسا: په کندهار کې امنيتي پېښې ٦٠ سلنه کمې شوي

author avatar
16 May 2012 - 19:26
author avatar
16 May 2012 - 19:26

کندهار ښار (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د کندهار چارواکو د اونيزې امنيتي غونډې پر مهال وويل، چې په دې ولايت کې د تېر په پرتله ٦٠ سلنه امنيتي پېښې راکمې شوي او د امنيتي ځواکونو واک تر لېرې پرتو سيمو غځول شوى دى.

 دغه غونډه چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او د کورنيو او بهرنيو امنيتي ارګانونو مسوولينو برخه اخيستې وه.

 د کندهار والي غونډې ته وويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د تېر کال په پرتله امنيتي پېښې ٦٠ سلنه کمې شوې او پر حالاتو د امنيتي ځواکونو برلاسي زياته شوې ده.

 هغه زياته کړه: ((د هغې سروې له مخې چې په کندهار کې د امنيتي حالت د بهبود او ودې په اړه شوې، راغلي چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ او د خلکو مرستې د امنيت په سمون او د وسلوالو مخالفينو د پلانونو په شنډولو کې مهم رول لوبولى دى.))

 نوموړي له پوځي مسوولينو سره يو ځاى خوښي وښودله، چې امنيت سم شوى او تلفات کم شوي دي؛ خو ټينګار يې وکړ، چې دغه حالت بايد په پرله پسې توګه همداسې وساتل شي.

 ده دا هم وويل، چې د امنيتي حالت له سمون سره د خلکو خوښي زياته شوې او دې ته چمتو دي، چې نور هم له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

 والي غونډې ته د خبرو پر مهال د شيکاګو کنفرانس، چې د روانې مې مياشتې په ٢٠مه، په امريکا کې جوړېږي، د افغانستان لپاره ډېر مهم وګاڼه او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل، چې تر کنفرانس وړاندې او وروسته د امنيتي حالت پر ساتنې زيات تمرکز وکړي او د مخالفينو د احتمالي بريدونو مخنيوى وکړي.

 د شيکاګو په غونډه کې به د ٦٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د مشرانو په ګډون ملګري ملتونه، نړيوال بانک او اروپايي ټولنه ګډون وکړي، چې د افغانستان په اړه به په کې مهم تصاميم ونيول شي او د ناټو مشران به له افغانستان سره د يوه قوي مشارکت په خاطر خپلې ژمنې اعلان کړي.

 د کورنيو چارو وزير هم څو ورځې وړاندې ويلي و، چې تر شيکاګو غونډې پورې به په هېواد کې امنيتي ګواښونه زيات شي.

 د کندهار د ملي امنيت رييس ډګروال عيسى محمد، په امنيتي غونډه کې وويل چې په روانه اونۍ کې يې ٢٨ وسلوال مخالفين، چې درې تنه يې لوړپوړي قوماندانان دي، له وسلو، ماينونو او نورو سره نيولي دي.

 د سرحدي پوليسو د درېيم زون قوماندان وويل، چې منسوبينو يې د روانې اونۍ په اوږدو کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو مخالفينو سره د مخامخ جګړې پر مهال يو وسلوال وژلى، دوه نور يې له يوه ډاټسن موټر،  ١٦٦ مخابرو او د ماينونو له ٣٧ پټاکيو سره يوځاى نيولي دي.

 په دغې امنيتي غونډه کې پوځي مسوولينو ډاډ ورکړ، چې د ډاډمن امنيت په موخه يې خپل تدابير سخت کړي او په دې برخه کې به جدي عمل کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.