ژبه

په کابل کې د ساري ناروغيو د درملنې ځانګړى روغتون جوړيږي

احمدشاه عرفانیار

۲۸ غویی ۱۳۹۱ - ۱۶:۰۵

Views: ۸۷

کابل (پژواک ٢٨غويي٩١): په کابل کې د جاپان په مرسته پر ساري ناروغيو د اخته کسانو د درملنې ځانګړى روغتون جوړيږي.

د دغه روغتون د بنسټ ډبره نن ( د غويي ٢٨ مه ) د عامې روغتيا د وزيرې او په کابل کې د جاپان د سفير لخوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل ، چې ددې روغتون په جوړېدو سره به ساري ناروغۍ او په تېره بيا د سل ( توبرکلوز ) په کچه کې د پام وړ ټيټوالى راشي.

د هغې د معلوماتو له مخې ، توبرکلوز يوه ساري او وژونکې ناروغي ده ، چې لږ تر لږ اته مياشتنۍ پرپله پسې درملنې ته اړتيا لري.

دليل وويل : ” په دې روغتون کې به ساري ناروغۍ ، چې په کې توبرکلوز ، (HIV) ايډيز او ملاريا ناروغۍ شاملې دي، تشخيص او درملنه کيږي.”

ددې په وينا ، د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې ، هرکال په افغانستان کې د توبرکلوز ٣٥ زره نوې پېښې ثبتيږي او له امله يې هر کال ١٠٥٠٠ تنه ژوند له لاسه ورکوي.

هغې زياته کړه ، چې د ساري ناروغيو دا روغتون د جاپان هېواد د ٢٨ ميليون امريکايي ډالرو په مرسته د کابل ښار په دارالامان سيمه کې پر څه باندې پنځه جريبه ځمکه جوړيږي او چارې به يې د٢٠١٣ ميلادي کال تر پايه بشپړې شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ساري ناروغيو ياد ملي روغتون په يوه وخت د ٨٠ ناروغانو د بستر وړتيا لري، چې د توبرکلوز ٥٦ ، د ايډيز او ملاريا د ناروغيو دولس دولس بسترونه په کې شامل دي.

سرچينه زياتوي، دامهال افغانستان د نړۍ د هغو ٢٢ هېوادونو په کتار کې دى ، چې د سل ( توبرکلوز) ناروغۍ کچه په کې لوړه ده.

 په نننۍ ناسته کې د جاپان سفير ريچيرو تاکاهاشي (Reiichiro Takahashi) وويل ، چې هېواد يې په افغانستان کې د بېلابېلو برخو ترڅنک ، په ټول هېواد کې ٧٠ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي.

هغه وويل ، چې ددغه روغتون پر ساختماني چارو او عصري طبي وسايل باندې ٢٨ ميليونه ډالره لګښت راځي .

ده زياته کړه، چې جاپان د افغانستان له عامې روغتيا وزارت سره د اميدواره ميندو د روغتيا، پوليو ، ښاري روغتيايي خدمتونو او توبرکلوز  ناروغيو د درملنې په برخو کې مرستې کړې دي.

دده په وينا، هېواد يې له يونيسف سره په ګډه افغان ماشومانو ته د بېلابېلو واکسينونو د مرستې ترڅنګ، د روغتيايي چارو يو شمېر جاپاني ماهرين هم په روغتيايي مرستو بوخت دي.

تاکاهاشي د افغانستان له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې ددې روغتونونو او نورو جاپاني متخصصينو د امنيتي چارو په ساتنه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي. 

جاپان له افغانستان سره له سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دى او د مرستو زياته برخه يې د پوهنې ، روغتيا او پر نورو پرمختيايي چارو لګول شوې ده .