ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوه ماين خښوونکي ووژل شول

اوه ماين خښوونکي ووژل شول

author avatar
18 May 2012 - 11:18
اوه ماين خښوونکي ووژل شول
author avatar
18 May 2012 - 11:18

ميدان ښار (پژواک ٢٩ غويى ٩١): د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په دوو جلا بريدونو کې ٧ ماين خښوونکي وژل شوي دي.

د سيداباد ولسوال فضل الکريم مسلم نن (د غويي ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه څلور وسلوال مخالفين، چې د يادې ولسوالۍ د کج کلا په سيمه کې د ماين پر خښولو بوخت وو، د ايساف ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د ده په وينا، چې وژل شوي درې تنه د ميدان وردګو او يو بل د کابل د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو د کلي اوسېدونکى دى، چې مړي يې ولسوالۍ ته ور وړل شوي دي.

مسلم زياتوي، له وژل شوو کسانو دوه ميله راکټونه، يو ميل کلاشينکوف او د مکروف يوه تومانچه نيول ترلاسه شوي دي.

همدارنګه نوموړى زياتوي، چې تېره شپه د همدې ولسوالۍ د هفت اسياب په سيمه کې درې وسلوال مخالفين، چې هغوى هم ماينونه ځاى پرځاى کول، د ايتلافي ځواکونو له لوري په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د ده په وينا، د يادو ماين خښوونکو مړي د سلطان خېلو کلي ته وړل شوي، خو تر اوسه يې هويت نه دى معلوم شوى.

د سيدرحيم په نوم د هفت اسياب سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، د بهرنيو ځواکونو د تېرې شپې په هوايي بريد کې دوه کوچيان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې يو مازدا ډوله بار وړونکى موټر هم په نښه شوى، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

 د ده په وينا، د وژل شوو کوچيانو د کورنۍ غړي وايي، چې وژل شوي کسان د خپلې هغې اوښې په لټه کې و، چې له دوى څخه لادرکه شوې وه.

ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو د دغو پيښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.