کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩١): د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو د هېواد په ختيځ کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ايساف ځواکونو له خوا د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري د وسلوالو مخالفينو له لوري د بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچينې د پېښې کره ځاى او د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په بګرام کې د ايتلافي ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په يوه پيغام کې ويل شوي، چې نن سهار وسلوالو د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو پر مرکز بريد کړى، چې له امله يې دوه سرتېري ووژل شول او شپږ نور ټپيان دي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې هم وسلوالو د ايساف ځواکونو پر يوه مرکز بريد کړى، خو په شا تمبول شوى او مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
له بلې خوا وسلوال طالبان ادعا کوي، چې د دوى وسلوالو په ناړۍ ولسوالۍ کې د يوې جګړې په ترڅ کې ٩ کورني او بهرني سرتېري وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي.
د ايساف د دغو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په افغانستان کې د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ١٦٠ تنو ورسېد چې ١١٠ يې امريکايي دي.
په ٢٠١١ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.