ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند څپاند سيند مشاعره جوړه شوه

author avatar
18 May 2012 - 14:14
author avatar
18 May 2012 - 14:14

لښکرګاه (پژواک ٢٩ غويى ٩١): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د لسګونو شاعرانو او ليكوالانو په ګډون د هلمند څپاند سيند دوديزه مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره د غويي په ٢٨مه د هلمند د سيند تر غاړې په مېلمستون کې تېر ماښام شپږ بجې پيل شوه، چې د هلمند په ګډون په کې د کندهار، زابل، غزني، ميدان وردګو، کابل، هرات، فراه، پکتيا، خوست، کونړ ولايتونو او له بهرنيو هېوادونو څخه هم ګڼو شاعرانو او ليکوالو برخه اخيستې وه.

دې مشاعرې د پخوا په څېر درې برخې درلودې چې لومړۍ يې ويناوو، دويمه برخه شعرونو او درېيمه برخه يې ټنګ ټکور ته ځانګړې شوې وې، خو د شاعرانو د ډېروالي له امله موسيقۍ ته وخت ور نه كړل شو.

د هلمندوالي محمدګلاب منګل د وينا پر مهال وويل، چې د نورو كلونو په پرتله اوس مهال د هلمند ادبي او كلتوري برخه غښتلې شوې ده.

نوموړي په هلمندكې په هره برخه كې د پرمختګ يواځېنى لامل د امنيت ټينګښت او خلكو ته په سم ډول د خدمتونو وړاندې كول وبلل.

د وينا په برخه كې ژبپوهاند دوكتور مجاوراحمد زيار وويل، هلمند پخوانى تمدن او لرغونى تاريخ لري او په دې سيمه كې ډېر پخوا وتلي ليكوالان او شاعران تېر شوي دي.

نوموړي زياته كړه، دا ډول مشاعرې چې د هېواد د بېلابېلو سيمو ليكوالان او شاعران ورته رابلل کېږي، د ملي يووالي او پرمختګ يو لامل كېداى شي.

ليكوال، شاعر او څېړونكي حبيب الله رفيع د هلمند په پخواني تاريخ خبرې وكړې او زياته يې کړه، پخواني تمدنونه به د سيند تر غاړې جوړېدل، چې هلمند هم د هېواد يو له هغو پنځو سيمو څخه دى، چې د سيند تر غاړې په كې لرغونى تاريخ اباد شوى وو.

ليکوال او شاعر نجيب الله منلي هم له ليكولو او شاعرانو غوښتنه وكړه، چې په خپلو ليکنو او شعرونو كې دې د سولې او ملي يووالي پيغامونه ولېږي، ترڅو له دې لارې هم خلكو ته پوهاوى وركول شي.

د شعرونو په برخه كې خندونكې او طنزيه شعرونه هم وويل شول او دا مشاعره په دغه ولايت كې درې راډيوګانو بست، تمدن او هلمند راډيو په ژوندۍ بڼه خپروله او د شپې دوه بجې يې پاى ته ورسېده.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.