ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار چارواکو دې ولايت پر ځانګړې شوې پرمختيايي بودجې اعتراض وکړ

author avatar
19 May 2012 - 19:48
author avatar
19 May 2012 - 19:48

کندهار ښار (پژواک ٣٠ غويى ٩١): د کندهار ولايت چارواکو په داسې حال کې دې ولايت ته پر ځانګړې شوې پرمختيايي بودجې بحث وکړ، چې د نورو ولايتونو په پرتله ډېره کمه ده.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غويي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټولو سکتوري او تخنيکي ادارې رييسانو د والي په مشرۍ کندهار ته پر ځانګړې شوې پرمختيايي بودجې خبرې وکړې.

 هغه زياته کړه، د ولايتونو لپاره د بودجې ترتيب شوى ليست، چې يوه کاپي يې کندهار ولايت مقام ته هم لېږل شوې، تر بحث لاندې ونيول شوه، تر څو اړوندې ادارې يې د لګولو په موخه پلانونه او طرحې جوړې کړي.

 د نوموړي په وينا، د دغه ليست له مخې د ماليې وزارت له خوا کندهار ولايت ته په داسې حال کې ٣٣ ميليونه امريکايي ډالر ډېره کمه بودجه ځانګړې شوې، چې اړتياوې يې د نورو په پرتله زياتې دي.

 هغه د بېلګې په توګه بدخشان، مزار شريف او هلمند ولايتونه ياد کړل، چې په ترتيب سره ورته ١٣٨ ميليونه، ١٠٣ ميليونه او ٩٨ ميليونه امريکايي ډالر کلنۍ پرمختيايي بودجه ځانګړې شوې او څو برابره له کندهار څخه زياته ده.

 د ده په خبره، کندهار چې له هره پلوه مهم ولايت دى او په تېرو کلونو کې ورته بودجه نه ده ورکړل شوې، ډېره کمه اندازه پرمختيايي بودجه ورته په پام کې نيول شوې ده.

 فيصل زياتوي، د غونډې برخه والو په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو پر استازو نيوکه وکړه، چې د بودجې د ټاکلو پر مهال يې له ماليې وزارت سره اړيکې نه دي نيولې او دې کار ته يې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

 په نننۍ غونډه کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ټولو سکتوري ادارو رييسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د وړاندې شوو پروژو د پلي کېدو په برخه کې دې د ځانګړو شوو پيسو د لګولو په موخه کاري پلانونه او طرحې جوړې کړي.

 هغه دغه راز غوښتنه وکړه، چې د اړوندو رياستونو مسوولين دې له وزارتونو سره کار وکړي، ترڅو هر څومره ژر چې امکان لري ځانګړې شوې بودجه رياستونو ته ولېږدوي او له اړتيا سره سم پر وخت ولګول شي.

 والي څو ورځې وړاندې ويلي و، چې په کندهار کې د بيارغونې کارونه په داسې حال کې شوي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې دې ولايت ته پرمختيايي بودجه نه ده ورکړل شوې.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.