ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسى جرګي خپله پرېکړه ماته کړه

ولسى جرګي خپله پرېکړه ماته کړه

author avatar
19 May 2012 - 16:03
ولسى جرګي خپله پرېکړه ماته کړه
author avatar
19 May 2012 - 16:03

کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩١): ولسي جرګې خپله پرېکړه ماته کړه او د وږي  ١٨مه يې د “ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود  او شهیدانو ورځې” په نوم ونوموله .

ولسي جرګې د غويي په ٢٧ مه د وزيرانو شورا هغه مصوبه رد کړه ، چې  له مخې يې د وږي ١٨مه د “ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود” په نوم نومول شوې وه او دغه ورځ ملي رخصتي وه.

جرګې د غويي په ٢٧مه د رايو په اکثريت پرېکړه کړې وه، چې د وږي ١٨مه دې د ” شهيدانو ورځې” په نوم ونومول شي او عمومي رخصتي دې وي.

احمدشاه مسعود د ١٣٨٠ کال د وږي په ١٨مه په تخار ولايت کې د دوو عربو له خوا په ځانمرګي بريد کې ژوند له لاسه ورکړ او وروسته په لويه جرګه کې د ملي اتل لقب ورکړل شو.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د کابل استازي محمد يونس قانوني وويل ، چې د ملي يوالي په موخه بايد د احمد شاه مسعود نوم په کليزه کې شامل کړاى شي .

قانوني زياته کړه ، چې د تېرې ورځې په پرېکړه کې يو شمېر وکيلان سهوه شوي دي .

هغه وايي : “وکيلانو فکر کړى ، چې د شهيدانو د ورځې سره د ملي اتل احمدشاه مسعود نوم هم شامل دى، ځکه يې مثبته رايه ورکړې ده  .”

د قانوني دا غوښتنه په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په ٦٧ماده کې راغلي: “د جرګې د يو ثلث حاضرو غړيو په غوښتنه او د ټولو غړيو د دوو ثلثو په تصويب هغه موضوع ، چې وړاندې ولسي جرګې تصويب کړي وي تعديل او يا له منځه تلاى شي .”

 قانوني په داسې حال کې ، چې د جرګې په نننۍ غونډه کې ١٢٩ تنه حاضر وو او د ټولو غړيو دوه ثلثو نه پوره کوي، وويل  : “ددې لپاره ، چې ملي يوالى مو ساتلى وي پروا نه کوي که د کورنيو دندو اصول پرې مات شي .”

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې ارين يون غوښتل ، چې د قانوني پر خبرو نيوکه وکړي ، خو په جرګه کې د تخار استازي رييس عبدالباقي ملک زاده د ميز په ډبولو سره د يون خبرې پرې کولې .

په دغه جرګه کې د پکتيکا استازې ناجيه بابکرخېل ارګونوال له ملک زاده څخه غوښتنه وکړه ، چې د مېز په ډبولو سره دې مزاحمت نه کوي،  تر څو يون خپل اعتراض وړاندې کړي.

وروسته د تالار په منځ کې شور ماشور جوړ شو، امنيتي کسان هم د غوڼډو تالار ته ننوتل ، خو د محمد يونس قانوني په غوښتنه شور ماشور غلى شو.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير ، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوه وويل : ” احمدشاه مسعود يواځې د پنجشير نه، بلکى د ټول افغانستان شهيد دى .”

ده زياته کړه، هغه کسان ، چې غواړي د مسعود نوم دې بيرته په کليزه کې داخل شي شنه کارتونه دې پورته کړي .

د اداري پلاوي د معلوماتو له مخې، په جرګه کې له ١٢٩ حاضرو وکيلانو څخه ١٢٨ تنو شنه کارتونه پورته کړل .

يواځنۍ وکيلې ، چې سور کارت يې پورته کړى و، په دغه جرګه کې د ننګرهار استازې ارين يون وه .

يون پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ولسي جرګې نننۍ پرېکړه ددې جرګې د داخلي دندو خلاف کړې ده .

يون پرته له دې ، چې د چا نوم واخلي ، وويل : ” ددې پرېکړې د کولو لپاره د جمعې په شپه ميلمستياګانې شوي ، پيسې ويشل شوي او نورې وعدې ورکړل شوې دي .”

د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې، د وږي ١٨مه د ١٣٩٠ کال د مرغومي په ١١مه د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې ، د “ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود ” په نوم ونومول شوه او دغه ورځ عمومي رخصتي شوه.

سرچينه زياتوي، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، هغه اونۍ هم د شهيدانو په نوم ياده شوه، چې د وږي ١٨مه په کې راځي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.