ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موسى زى: له افغانستان سره مرسته په نړۍ کې د سولې د تامين لپاره لازمي پانګونه ده

موسى زى: له افغانستان سره مرسته په نړۍ کې د سولې د تامين لپاره لازمي پانګونه ده

author avatar
20 May 2012 - 16:22
موسى زى: له افغانستان سره مرسته په نړۍ کې د سولې د تامين لپاره لازمي پانګونه ده
author avatar
20 May 2012 - 16:22

کابل(پژواک٣١غويى٩١):د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي:” له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې د افغانستان خلکو ته خيرات نه، بلکې په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د سولې د تامين لپاره لازمي پانګونه ده.”

د بهرنيو چارو وزارت د وياند جانان موسى زي يادې څرګندونې په داسې حا ل کې دي ،چې ټاکل شوې د ناټو په سرمشريزه کې د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل او تجهيز لپاره د نړۍ هېوادونه د مرستو ژمنې وکړي.

د افغانستان حکومت ويلي، چې هرکال يې امنيتي ځواکونه ٤،١ ميليارد ډالرو ته اړتيا لري او تمه کيږي، چې د ناټو سرمشريزې ګډونوال تر ٢٠١٤ کال وروسته چې افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه بشپړيږي،  له افغانستان سره ددې مرستې کولو ته ژمن شي.

ټاکل شوې ده د ناټو سرمشريزه د ناټو د غړيو او يو شمير نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د مشرانو په ګډون نن د امريکا په شيکاګو کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، ډاډمن دى، چې د ناټو په سرمشريزه کې به له افغانستان سره د مرستې مثبته پرېکړه وشي.

هغه زياته کړه :”هغه نښې نښانې ، چې په تېرو څو ورځو کې موږ اوتاسې ليدلي دي استراليا، المان او برتانيې خپلې مشخصې مرستې په دې برخه کې اعلان کړې او دا ثابتوي ، چې په دې سرمشريزه کې به په دې بوديجه ( ٤،١ ميليارد ډالره )باندې تصميم نيول کېږي.”

دده په وينا،نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره مرستې وکړي، چې د افغانستان شرايط د سيمې اونړۍ پر شرايطو مستقيم تاثير لري او د سيمې او نړۍ سوله او ثبات هم په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلي دي .

موسى زی وایی: ” د افغانستان خلکو په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د تروريزم پر وړاندې مبارزه کې ترټولو ډېره قرباني ورکړه او په راتلونکيو لسو کلونو کې به هم د تروريزم پروړاندې د مبارزې په لومړۍ ليکه کې وي.”

دى وايي، چې په شيکاګو کې د ناټو پرېکړه به افغانستان او د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړي ، چې افغان ځواکونه به  تر ٢٠١٤ کال وروسته هم  پوره تجهيزات، روزنه او ملاتړ ولري.

موسى زي زياته کړه :” افغانستان به وکولى شي په خپلواک ډول باندې د افغانستان د داخلي امنيت ساتنه وکړي او همداراز د بهرنيو تهديداتو په مقابل کې په خپلواک او موثر ډول باندې ځواب ووايي.” 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغانستان او ناټو به د شيکاګو په ناسته کې يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړي.

موسى زي وويل ، چې افغانستان به په دې اعلاميه کې د “تروريزم ” پر وړاندې د خپلې مبارزې او په افغانستان کې د ديموکراتيک نظام ژمنه يوځل بيا تازه کړي.

ده زياته کړه: ” افغانستان د يوه ديموکراتيک نظام تقويې ته په پوره توګه ژمن دى، ځکه چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او په اساسي قانون کې ذکر شوي دي. افغانستان به په سيمه کې د نړيوالې ټولنې د اوږدې مودې يو ډاډمن او د باور وړ ستراتيژيک ملګرى وي.”

نوموړي وويل ، چې ناټو به هم له افغانستان سره خپله ژمنه يو ځل بيا تکرار کړي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم له افغانستان سره ملګرى وي.

دده د معلوماتو له مخې، ولسمشر حامد کرزى به د شيکاګو ناستې په حاشيه کې د استراليا له لومړۍ وزيرې ميرمن ګيلارد سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سراتيژيکو همکاريو نوى تړون لاسليک کړي.

ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.

افغانستان تر دې مهاله د امريکا له متحده ايالتونو، هند، ايټاليا، انګلستان، فرانسې او المان سره د اوږدمهالو همکاريو تړونونه لاسليک کړي او ټاکل شوې چې له ترکيې سره هم ورته سند لاسليک کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.