چغچران (پژواک ٣١ غويى ٩١): يو هلک او يوه نجلۍ چې له کوره د تېښتې په تور په غور ولايت کې سنګسارېدل، د پوليسو په مداخلې سره وژغورل شول او کوژده يې وکړه او يوې بلې نجلۍ ځان وژنه وکړه.
د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت سرپرست سمونوال زين العابدين، د دې مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليس تېره ورځ له غرمې وروسته خبر شول، چې ټاکل شوې ده د چغچران د تګاب غلمين په سيمه کې يو هلک او يوه نجلۍ له کوره د تښتېدو په تور سنګسار شي.
هغه زياته کړه، چې پوليس له ملي اردو سره يو ځاى سيمې ته واستول شول او د دې دوو تنو د سنګسار مخه يې ونيوله.
زين العابدين وويل، دغه هلک او نجلۍ چې يو له بل سره يې مينه درلوده او د کورنۍ د مخالفت له امله له کوره تښتېدلي وو، د څو تنو په منځګړيتوب کور ته ستانه شول؛ خو د نجلۍ خپلوانو د سيمه ييزو طالبانو په همکارۍ هلک او نجلۍ په يوه خونه کې بنديان کړل او غوښتل يې سنګسار يې کړي.
سرچينې زياته کړه، که څه هم د سيمې سپين ږيرو قومي جرګه جوړه کړه او يو شمېر يې له سنګسار سره مخالف وو؛ خو که چيرې امنيتي ځواکونه په وخت نه واى رسېدلي، سنګسار ترسره کېده.
د غور د امنيت امريت سرپرست وويل، چې طالبان سيمې ته د دولتي ځواکونو په رسېدو سره وتښتېدل او پوليسو د هڅې په پايله کې د دې ځوانانو خپلوانو په واده هوکړه وکړه او د نکاح په ترسره کېدو سره له سنګسار نه وژغورل شول.
زين العابدين وويل، پوليسو د زوم او ناوې د امنيت لپاره غوښتل، چې هغوى چغچران ته ولېږدوي؛ خو خلکو ژمنه وکړه چې هغوى ته به کوم زيان نه رسېږي.
د سيمې يوه اوسېدونکي احمدعلي وويل: “دغه نجلۍ د غلمين کلينيک کارکوونکې ده او له هلک سره يې اړيکې درلودې.”
هغه زياته کړه، دغه ځوانان وروسته له هغه له کوره چغچران ته وتښتېدل، چې د نجلۍ کورنۍ د هغوى له واده سره مخالفت وکړ.
علي وويل: “کله چې هلک او نجلۍ د يو شمېر خلکو په منځګړيتوب بېرته راستانه شول، د نجلۍ کورنۍ او طالبانو غوښتل دواړه په ښکاره سنګسار کړي.”
د احمدعلي په وينا، د سيمې يو شمېر خلک د سنګسار مخالف او ځينې يې پلويان وو او دواړو خواوو د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره يو بل ته سنګرونه نيولي او جګړې ته چمتو وو، چې پوليس راورسېدل.
هغه زياته کړه، چې د طالبانو شمېر کم وو او کله يې چې پوليس او اردو وليدل، له سيمې وتښتېدل.
د يوه بل خبر له مخې، تېره ورځ له غرمې وروسته ددې ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې يوې نجلۍ ځان وواژه.
د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت امريت سرپرست وويل، چې يوې ١٤ کلنۍ نجلۍ د يادې شوې ولسوالۍ په نوي ځنګل کلي کې ځان وژنه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې په اړه هغوى ته نور معلومات نه دي رسېدلي، خو د لعل او سرجنګل د امنيه قوماندانۍ د جنايي امريت پلاوى د څېړنې لپاره سيمې ته استول شوى دى.
د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ يوه افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د دې نجلۍ کورنۍ د هغې د غوښتنې خلاف هغه د زيات ولور په بدل کې غوښتل د هغې واده له يوه بوډا سره وکړي او نجلۍ له دې امله ځان غرغره کړ.
د غور د بشري حقونو کمېسيون د دفتر رييس جواد رضايي، په غور کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له زياتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دې تاوتريخوالي لاملونه بېسوادي، بې ځايه دودونه، له اسلامي احکامو بې خبري او بې وزلي ده.
د رضايي په وينا، د روان کال له پيله تراوسه ٦ ښځو د کورنيو تاوتريخوالو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
Visits: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن