ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال الن: په افغانستان کې د ناټو شتون ګاونډيانو ته ګواښ نه دى

جنرال الن: په افغانستان کې د ناټو شتون ګاونډيانو ته ګواښ نه دى

author avatar
21 May 2012 - 21:40
جنرال الن: په افغانستان کې د ناټو شتون ګاونډيانو ته ګواښ نه دى
author avatar
21 May 2012 - 21:40

شيکاګو (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن وايي چې په افغانستان کې د دوى شتون د ايران او پاکستان لپاره هېڅ ګواښ نه دى.

الن دغه څرګندونې د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو د سرمشريزې غونډې په درشل کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ناټو دغه غونډه د سيمې هېوادونو لپاره څه پيغام لري؟ وويل: ((دا غونډه د نړۍ او افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، په دې کې افغانانو، ګاونډيانو او طالبانو ته څرګند پيغامونه ورکول کېږي.))

هغه زياته کړه، چې افغانانو او افغان حکومت ته دغه پيغام ورکوي، چې نړيواله ټولنه به له دوى سره خپلو اوږودمهاله همکاريو ته ادامه ورکوي، په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ او امنيت لپاره به له دوى سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

دغه راز د ناټو عمومي قوماندان وويل، چې د شيکاګو کنفرانس ګاونډيو ته دا پيغام ورکوي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره دي او د افغانستان سوله او ثبات نه يواځې د سيمې بلکې د نړۍ لپاره هم مهم دي.

نوموړي د ګاونډيو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن وايي، چې په افغانستان کې د دوى شتون د ايران او پاکستان لپاره هېڅ ګواښ نه دى.))

هغه د افغان ملي ځواکونو په اړه وويل، چې دوى تر پخوا ډېر پياوړي او منظم شوي او د کابل د تېرې مياشتې بريدونو ته په اشارې سره يې وويل، چې دوى په يواځې ځان وکولى شول چې په کم وخت کې دغه بريدونه شنډ کړي.

نوموړي زياته کړه، چې له پاکستان سره د ناټو له وروستيو اړيکو وروسته د دغه هېواد همکارۍ زياتې شوې او هيله يې څرګنده کړه چې دغه هېواد به د ناټو پر مخ د اکمالاتو لاره پرانيزي.

د ناټو عمومي قوماندان افغان ملي ځواکونو ته د ورکړې کېدونکو پيسو د سم لګښت په اړه وويل چې له افغان ملي ځواکونو سره په ګډه کار کوي، څو د دغو پيسو د لګولو لپاره د هغوى وړتيا لوړه شي.

نوموړي په دغو پيسو کې د ممکنه فساد په اړه وويل، چې له لوړپوړو افغان چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړې، څو د دغه کار مخه ونيول شي.

دغه راز جنرال الن وويل، چې دوى د ملي دفاع له وزارت سره په دې هم خبرې کړې، چې په ملي اردو کې قومي تناسب په پام کې ونيسي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.