ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځو ولايتونو کې د شري ناروغي زياته شوې ده

په ختيځو ولايتونو کې د شري ناروغي زياته شوې ده

author avatar
21 May 2012 - 18:06
په ختيځو ولايتونو کې د شري ناروغي زياته شوې ده
author avatar
21 May 2012 - 18:06

جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): په ننګرهار کې د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په ختيځو څلورو ولايتونو کې د واکسينو کمپاين د نه شتوالي له امله د شري ناروغي ډېره زياته شوې ده.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ کچه په ٢٠١٠ کال کې ٢٤٣ تنه ثبت شوې وه، چې ٦٩ تنه يې له پنځو کلونو پورته او ١٧٤ تنه يې له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان وو.

د هغه په وينا، تېر کال دغه کچه ٧٠٦ تنو ته لوړه شوې وه، چې ١٠٤ تنه يې له پنځه کلنۍ پورته او پاتې نور يې کم عمره ماشومان وو.

نوموړي زياته کړه، چې د ٢٠١٢ زېږديز کال له پيل راهيسې په څلورنيمو مياشتو کې د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې ٧سوه د شري ناروغان ثبت شوي، چې  ١٠٤ تنه يې له پنځه کلنۍ پورته او ٥٩٦ تنه يې له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان دي.

ډاکټر بازمحمد اندېښنه څرګنده کړه، چې که دغه ساري ناروغي همداسې روانه وي، د کال تر پايه به يې د ناروغانو شمېر درې زرو تنو ته لوړ شي.

د عامې روغتيا رييس وويل: ((له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ختيځو ولايتونو کې د شري پر ضد د واکسينو کمپاين نه دى ترسره شوى.))

د ده په خبره، د دوى په پرله پسې غوښتنو عامې روغتيا وزارت منلې، چې ډېر ژر به په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې د شري او تيتانوس ضد واکسين تطبيق کړي، چې مالي لګښت به يې د ماشومانو نړيوال صندوق (UNICFE) ورکوي.

د ننګرهار د پوهنتون روغتون سرطبيب ډاکټر ناصر کامه وال پژواک اژانس ته وويل، چې شرى يوه ساري ناروغي ده، چې په بدن کې د خوارځواکۍ او ويټامين (A) د کموالي له امله رامنځ ته کېږي.

د هغه په وينا، ياده ناروغي کومه ځانګړې درملنه نه لري، ناروغ يې د زکام او تبې ترڅنګ سوربخنې ګرمکې لري، چې يواځنۍ درملنه يې ناروغ ته د اوبلنو خوړو ورکول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغې ناروغۍ په رامنځ ته کولو کې چټل چاپېريال او ښاري ګڼه ګوڼه مهم رول لري.

کامه وال وويل، په ختيځه حوزه کې د انتاني ناروغيو د روغتون نه شتوالى، د دې لامل ګرځېدلى، چې د دغې ناروغۍ مخه نه ده نيول شوې.

نوموړي له عامې روغتيا وزارت غوښتنه وکړه، چې په جلال اباد ښار کې دې د انتاني (ميکروبي) ناروغيو د درملنې لپاره روغتون جوړ کړي.

د خوګياڼو ولسوالۍ د چمتلې يوه اوسېدونکي محمدعثمان پژواک اژانس ته وويل، چې يوه کوچنۍ اووه کلنه لور يې د درملنې په موخه پوهنتون روغتون ته راوړې ده.

د ده په خبره، د چمتلې ښارګوټي په يوه برخه کې تر خېمې لاندې ژوند کوي، چې د ژوند هېڅ ډول اسانتياوې نه لري.

د يادونې وړ ده، چې يوه مياشت وړاندې په ننګرهار ولايت کې روغتيايي چارواکو د ملاريا د ډېرېدو خبر هم ورکړى وو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.