ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د مېرمنو لپاره عامه کتابتون پرانېستل شو

په غزني کې د مېرمنو لپاره عامه کتابتون پرانېستل شو

author avatar
22 May 2012 - 16:37
په غزني کې د مېرمنو لپاره عامه کتابتون پرانېستل شو
author avatar
22 May 2012 - 16:37

غزني ښار (پژواک ۲ غبرګولى ۹۱): د غزني ښار اړوند د مېرمنو په بڼ کې د ښځو لپاره د شپږو ميليونو افغانيو په ارزښت عامه کتابتون پرانېستل شو.

نن (د غبرګولي ٢مه) د دغه کتابتون د پرانېستلو پرمهال د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي وويل، چې په دې ولايت کې دغه لومړى کتابتون دى چې د ښځو لپاره جوړ شو.

د هغې په وينا، د دغه کتابتون پر ودانۍ نږدې شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د ښځو چارو وزارت له پراختيايي بودجې څخه ورکړل شوی دى، چې اته خونې او نور اړين ملحقات لري.

نوموړې زياته کړه، اوس مهال دغه کتابتون ۲۰۰ ټوکه کتابونه لري او ډېر ژر به نور کتابونه هم ورته پيدا کړي.

ولي وويل: ((د غزني له مېرمنو څخه هيله کوم، چې دغه کتابتون ته راشي او خپل معلومات نور هم زيات کړي.))

د ښځو چارو رييسې، دغه کتابتون د غزني د مېرمنو د هڅونې لپاره يو ګټور ګام وباله.

د غزني والي محمد موسى خان اکبرزاده وويل، ډېر د خوښۍ ځاى دى چې په غزني کې د مېرمنو لپاره يو عامه کتابتون پرانېستل کېږي.

د هغه په وينا، نور د غزني مېرمنې کولاى شي چې هر وخت دغه کتابتون ته مراجعه وکړي او مطالعه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د هېواد په بيارغونې او سولې راوستو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او ښځه هغه وخت ښه کار کولاى شي، چې د پوهې کچه يې لوړه شي.

بل خوا که څه هم د ياد کتابتون په جوړېدو سره د غزني يو شمېر مېرمنې خوښې دي، خو اندېښنه لري او وايي، کوم ځاى کې چې اوس دغه کتابتون جوړ شوى، امنيتي حالت يې خراب دى.

د غزني ښار يوې اوسېدونکې فرزانې پژواک اژانس ته وويل، که څه هم دا لومړى ځل دى چې په غزني کې د ښځو لپاره يو داسې لوى کتابتون جوړېږي، خو مېرمنې نه شي کولاى هلته لاړې شي او مطالعه وکړي.

 نوموړې زياته کړه: ((دغه کتابتون چې د علي لالا په سيمه کې جوړ شوى، د دغې سيمې امنيتي حالت ډېر خراب دى او موږ نه شو کولاى هلته لاړې شو او له کتابونو څخه ګټه واخلو.))

هغې له چارواکو وغوښتل، چې له کتابتون سره نږدې دې ورته يوه امنيتي پوسته جوړه کړي، ترڅو مېرمنې په ډاډ زړه هلته لاړې شي.

د يادونې وړ ده، چې دغه کتابتون د غزني ښار لمر خاته لور ته د علي لالا په سيمه کې د مېرمنو په هغه بڼ کې جوړ شوى، چې دغه بڼ نږدې پنځه کاله وړاندې د مېرمنو لپاره جوړ شوى او تراوسه د ناامنۍ له امله مېرمنې نه دي ورغلي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.