ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي چارواکو د پکتيا ميډيا سنټر وتاړه

author avatar
23 May 2012 - 15:54
author avatar
23 May 2012 - 15:54

د ياد مطبوعاتې مرکز مشر لمر نيازي د غبرګولي په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور رييس او د همدغه رياست يو شمېر کارکوونکي د پوليسو په ملتيا د دوى مطبوعاتې مرکز ته  ور ننوتل او د مرکز له کارکوونکو سره په ناوړه چلند سربېره يې دغه مرکز، چې د افغان ننګ جريدې دفتر هم په کې دى وتاړه.

نوموړي زياته کړه، چې په دفتر کې ناست د افغان ننګ جريدې مرستيال فريداحمد تسکين او په دفتر کې نور خبريالان او مراجعين د دوى له خوا وشړل شول او دفتر مهر لاک کړ.

د هغه په وينا، د پکتيا د اطلاعاتو او کولتور رييس محمد شفا مشفق دغه مهال د خپل وزارت له خوا په رسمي ډول منفک او کومه قانوني او رسمي دنده نه لري، خو دغه کار يې په زور کړى دى.

لمر وويل: ((د ياد سنټر په روزنيزه څانګه کې تنکيو ځوانانو ته د ژورنالېزم په اړه تدريس روان و او د دغه روزنيز پروګرام ګډونوال هم د مشفق له خوا توهين او وشړل شول))

د ده په خبره، له رييس سره د ګردېز ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امنيتي کسان هم وو، خو په دغو دوو دفترونو کې د ناستو کسانو د وينا له مخې، د امنيتي کسانو وضعه ډېره ښه او انساني وه.

دى وايي، چې شفا مشفق له ټولو کسانو سره ناوړه چلند کړى او د افغان ننګ جرېدې وروستۍ ګڼه يې څېري کړه او په دفتر کې يې ګډوډي رامنځته کړه.

لمر نيازي زياته کړه: ((د دفتر د بندېدو د علت په اړه موږ ته تر اوسه رسمي خبر نه دی راکړل شوی، خو ويل کېږي چې په ياده جرېده کې د طنزيه برخې ځينو مضامينو د ټولې ولايتي ادارې غوسه را پارولې او ترڅنګ يې د ولايت مقام په اوونيز اداري مجلس کې هم د دولتي ادارو او ولايتي شورا په غوښتنه دا پرېکړه تصويب شوې وه، چې دا اخبار قانوني جواز نه لري بايد وتړل شي.))

د هغه په وينا، هغه مضامين چې د دغې جرېدې په طنزيه برخه کې راغلي، تر ډېره د هغو خيانتونو په اړه دي، چې د خلکو له لارې په مستند ډول د دغې جريدې تر ادارې رارسېدلي دي.

 د ده په خبره، د افغان ننګ په نوم جريده د لويې پکتيا په نوم د فرهنګي ټولنې رسمي خپرونه ده او له تېرو څلورو کلونو راهيسې چاپېږي او د ټولنې د اساسنامې او ځانګړي جواز له مخې مجوزې خپرونې کوي.

خو د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدشفا مشفق د پکتيا مطبوعاتي دفتر د مشر ادعا او د هغه له خوا پر ده لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې ده په خپله د چا دفتر نه دى تړلى او نه دا صلاحيت لري، خو پوليس يې د ځايي چاروکو په مشوره ور لېږلي دي.

هغه پژواک ته وويل، د افغان ننګ په جرېده کې داسې خبرې راغلې، چې هغه د رسنيو د قانون خلاف دي او دوى د دې لپاره په مکتوبي ډول د رسنيو د تخطيو کمېسيون  ته مکتوب استولی چې د دې جرېدې په اړه پلټنه وکړي.

ده د پژواک د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې د دوی دفتر ته پوليس ور لېږلي او دفتر يې تړلى دى؟ وويل: ((دا کار مو ځکه وکړ؛ چې له دې وړاندې مو له هغوى څخه د جواز غوښتنه څو ځلې وکړه، خو هغوى جواز نه لري او په سيمه کې د ځينو قومي مخورو او ځينو رييسانو توهين يې کړى او خلکو له موږ وغوښتل چې دوی ته ځواب ووايو.))

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، چې ملي ګټو ته زيان رسول د ژورنالېزم د قانون خلاف دي او د يادې جرېدې چلوونکو پرته له کوم ثبوت او لاسوند څخه داسې څه خپاره کړي، چې ملي ګټو ته ګواښ پېښوي.

د هغه په وينا، دوى غوښتنه کړې چې د رسنيو د سرغړونو د څېړلو کمېسيون چې د اطلاعاتو او کولتور وزير يې مشري کوي، بايد دا هرڅه وڅېړي؛ ځکه چې دوی قانوني جواز نه لري.

په پکتيا کې د ازادو رسنيو د مرکز ((پکتيا پرېس کلب)) مشر احسان الله مهجور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يوې رسنۍ د دفتر د تړلو حق هېڅوک نه لري.

د ده په خبره، دغه کار يواځې د رسنيو د سرغړونو د څېړلو د کمېسيون په امر ترسره کېداى شي.

نوموړي زياته کړه: ((د اطلاعاتو او کولتور رياست بايد دومره تېز ګام نه وای اخيستی چې د يوې رسنۍ دفتر وتړي، خو  څوک چې نشراتي جواز نه لري، بيا ښايي قانون دا حق ورکړي او د رسنۍ چلوونکى يې بايد ځواب ووايي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.