ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ماين پاکانو تښتول شوى موټر وموندل شو

په کندهار کې د ماين پاکانو تښتول شوى موټر وموندل شو

author avatar
23 May 2012 - 18:57
په کندهار کې د ماين پاکانو تښتول شوى موټر وموندل شو
author avatar
23 May 2012 - 18:57

کندهار ښار (پژواک ٣ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي چې د کندهار په تخپه پول ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د ماين پاکانو د يوې ډلې يو موټر سوځولى او بل يې له ځان سره وړى، چې د پوليسو له خوا وموندل شو.

 تېره ورځ د کندهار ولايت د دامان او تخته پول ولسواليو ترمنځ د ماکيانو په سيمه کې يوه ډله ماين پاکان په خپل کار بوخت وو، چې وسلوال طالبان ورغلي وو او د هغوى يو موټر يې سوځولى او بل يې له ځان سره وړى و.

 د دامان ولسوال حاجي سراج احمد پژواک اژانس ته وويل چې وسلوالو، ماين پاکانو ته کوم ځاني زيان نه دى اړولى؛ خو د هغوى يو موټر يې سوځولى، يو موټر، ماين کشفوونکي سپي او اړوند سامان الات يې ترې وړي دي.

 هغه زياته کړه، چې پوليسو له تېرې ورځې راهيسې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

 خو د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل بيا وايي، چې تښتول شوى موټر نن د سرحدي پوليسو له لوري په ارغستان ولسوالۍ کې بېرته موندل شوى دى.

 د هغه په وينا، پوليسو د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي، خو د هغوى د نيولو هڅې يې پيل کړې دي.

 نوموړي په دې اړه معلومات نه لرل، چې د ماين پاکانو لوټ شوې ډله په کوم دفتر پورې اړه لري؛ خو په کندهار کې د ډاپا په نوم موسسه د ماين پاکولو په برخه کې کار کوي.

 د يادې شوې پېښې په اړه د ډاپا په نوم د ماين پاکۍ دفتر او وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.