ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قومي مشر په ګډون اوه تنه ووژل شول

د يوه قومي مشر په ګډون اوه تنه ووژل شول

author avatar
24 May 2012 - 11:29
د يوه قومي مشر په ګډون اوه تنه ووژل شول
author avatar
24 May 2012 - 11:29

ترينکوټ-کلات-ښرنه (پژواک ۴ غبرګولى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان په چارچينو  او دهراوود او د پکتيکا په اومنه ولسوالۍ کې، په بېلابېلو پېښو کې يو قومي مشر او د درېيو مخالفينو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او درې مخالفين نيول شوي دي.

د اروزګان د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ولي داد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په کشي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په موټر د ماين چاودنه وشوه، چې په کې د پوليسو يو قوماندان ووژل شو او موټر يې هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.

د هغه په وينا، تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په چلنګر سيمه کې اسټراليايي ځانګړو ځواکونو او د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې پوليسو عمليات کړي، چې پر مهال يې په چهارچينو کې د طالبانو د نظامي کمېسيون مشر ملا ولي جان او ورسره دوه نور ساتونکي وژل شوي دي.

دغه راز د اروزګان د دهراوود ولسوال امين الله خالقي پژواک اژانس ته وويل، چې بېګا د دغې ولسوالۍ په مزار سيمه کې وسلوالو طالبانو د قلندر په نوم يو قومي مشر وژلى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د ياد قومي مشر د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى او وايي، چې دغه کس يې له دولت سره د همکارۍ په تور وژلى، خو په چارچينو ولسوالۍ کې د خپل نظامي کمېسيون د مشر وژنه ردوي.

د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا وياند ناصر ځواک د دغه ولايت د اومنې ولسوالۍ د زواکې په سيمه کې د يوه وسلوال مخالف د ټپي کېدو او د درېيو نورو د نيولو خبر ورکړ.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان تېره ورځ ناوخته د يوې مخامخ جګړې په ترڅ کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د نښتې په پايله کې يو ميل پيکا، دوه ميله کلاشينکوفونه، پنځه لاسي بمونه، يوه مخابره او يو موټر سايکل هم د ملي اردو سرتېرو لاس ته ورغلي.

د ده په خبره، په ياده پېښه کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دغه راز امنيتي چارواکي وايي، چې په زابل کې د طالبانو او امنيتي ساتونکو په نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، خو طالبان وژل شوي د امنيتي کمپنۍ ساتونکي بولي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د غبرګولي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره ورځ مازيګر مهال رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د کلات ښار اړوند د نورک په سيمه کې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ په ساتونکو بريد وکړ او امنيتي ساتونکو هم پر دوى ځوابي ډزې کړې دي.

د ده په خبره، د وسلوالو طالبانو په ډزو کې دوه ملکي وګړي، چې د نورک د سيمې اوسېدونکي، دي وژل شوي دي.

خو وسلوال طالبان بيا وايي، چې د دوى په بريد کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو قوماندان وژل شوى دى.

قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوى قوماندان سعيد نومېږي او په بريد کې ملکي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.