ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاوخوا دوه زره د ملي اردو سرتېري او پوليس فارغ شول

شاوخوا دوه زره د ملي اردو سرتېري او پوليس فارغ شول

author avatar
24 May 2012 - 17:00
شاوخوا دوه زره د ملي اردو سرتېري او پوليس فارغ شول
author avatar
24 May 2012 - 17:00

کندهار-جلال اباد-مهترلام (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): د کندهار، ننګرهار او لغمان ولايتونو له روزنيزو مرکزونو څخه ٢١٦٤  د ملي اردو سرتېري او پوليس فارغ شول.

په کندهار کې د ملي اردو ١٤٠٠ او د ملي پوليسو ٢٤٣ سرتېرو د زده کړې او روزنې تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د ملي اردو د ١٤٠٠ سرتېرو د فراغت مراسم په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قرار ګاه کې جوړ شوي و، چې په کې ګڼو پوځي مسوولينو ګډون کړى و.

د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو دغه ١٤٠٠ سرتېري د سوېلي زون له بېلابېلو ولايتونو څخه جذب شوي، چې د روزنې تر بشپړېدو وروسته به په همدغو ولايتونو کې پر دندو وګومارل شي.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو د سرتېرو د روزنې لړۍ چټکه شوې او ورسره جوخت عمومي امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

بل لوري ته د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ له روزنيز مرکز څخه په ٢٤٣شمېر ملي پوليس فارغ او د فراغت سندونه ورکړل شول.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې فارغ شوي پوليس د بېلابېلو ولسواليو دي او د ولسواليو د پرمختيايي پروګرام له لارې دوه مياشتنۍ روزنه ورکړل شوې ده.

دغه راز د لغمان د پوليسو اکاډمۍ تدريسي مرستيال سمونوال غلام محي الدين پژواک اژانس ته وويل، چې نن د پروان، پکتيا، کونړ، لغمان، باميان او ننګرهار ولايتونو ٣١٢ پوليس او ساتنمنان له څلور مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول.

نوموړي زياته کړه، چې دغو سرتېرو ته په جمع نظام، محاربه او تکتيک برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.

د باميانو يوه ساتنمن مطيع الله پژواک اژانس ته وويل، چې تر دغو زده کړو وړاندې په باميانو ښار کې پوليس و، چې مسلکي زده کړې يې نه درلودې.

نوموړي زياته کړه ((په لږ وخت کې مې ډېر څه زده کړل.))

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د پوليسو اکاډمۍ مشر سمونوال مفاد خان رحيمزي پژواک ته وويل، چې له اکاډمۍ څخه يې د لومړي، دويم او درېيم ساتنمن په توګه دوه سوه نهه تنه چې له نهم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې وې، له څلور مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ کړل.

د هغه په وينا، دغو ساتنمنانو ته د متحدو ايالتونو په مرسته د افغاني استادانو او اردوني مشاورينو له لوري اساسي او اختصاصي زده کړې ورکول کېدې.

د ميدان وردګو د جغتو ولسوالۍ يوه پوليس الله محمد پژواک ته وويل، ښوونکو په ښه روحيه روزلى او ژمنه يې کړي، چې د وينې تر وروستي څاڅکي به له ځمکنۍ بشپړتيا او ملي ګټو څخه ساتنه کوي.

د يادونې ده، چې د لغمان او ننګرهار د پوليسو له اکاډميو څخه تر دې مهاله اويا زره پوليس او ساتنمنان د بېلابېلو ولايتونو لپاره فارغ شوي دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.