ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکو د ناټو ماموريت ناکام وباله

شنونکو د ناټو ماموريت ناکام وباله

author avatar
24 May 2012 - 15:03
شنونکو د ناټو ماموريت ناکام وباله
author avatar
24 May 2012 - 15:03

کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): د چارو ځينې شنونکي په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام بولي او وايي، چې د نړيوالې ټولنې پر ژمنو هم ډېر باور په کار نه دى؛ ځکه چې تر ډېره ريښتينې نه دي.

د چارو يادو شنونکو دغه څرګندونې په هغه اونيز ازاد راډيويي او ټلويزيوني بحث کې وکړې، چې هره اونۍ د افغانستان رسنيز مشارکت له لوري د موضوعاتو په اړه د خلکو د خبرولو په موخه جوړيږي.

په ياد شوي رسنيز مشارکت کې چى شاوخوا يوه مياشت مخکې جوړ شوى، پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او کليد ګروپ شامل دي.

د ياد بحث ګډونوال او د پوځې چارو پوه جنرال عتيق الله امرخېل وويل، د تېرو څو کلونو تجربو ښودلې، چې نړيوال د افغانستان په برخه کې په خپلو ژمنو کې صادق نه دي.

دى وايي، د ده د دغو څرګندونو بېلګه دا ده چې نړيوالې ټولنې د افغان ځواکونو د پياوړي کېدو په برخه کې په تېرو لسو کلونو کې لکه څنګه چې په کار وه اړينې مرستې نه دې کړي.

د ده په اند، دغه مهال افغان ځواکونه نه شي کولاى، چې هېواد د ګاونډيو له لاسوهنو وژغوري، ځکه چې د افغانستان اردو له کمي او کيفي پلوه د ګاونډيو هېوادونو له اردو سره برابر نه دى.

د هغه په وينا، دا مهال پاکستان ٧ سوه زره او ايران ٤٥٠ زره اردو لري، خو د افغانستان د ملي اردو شمېر شاوخوا ١٩٠ زرو ته رسېږي.

دا مهال د افغانستان د ټولو امنيتي ځواکونو شمېر ٣٥٠ زرو تنو ته رسېږي.

امرخېل وايي، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې بايد د نړيوالې ټولنې په مرسته افغان ځواکونه په پر مخ تللو وسلو سمبال او شمېر يې لوړ شوى واى.

دغه راز د ده په وينا، که نړيوالې ټولنې غوښتى چې افغان ځواکونه پياوړي کړي، نو په کار وه چې دغو ځواکونو ته د بېلابېلو هېوادونو پر ځاى يوه هېواد روزنه ورکړې واى.

هغه زياته کړه: “د افغان ځواکونو هره برخه بېلابېلو هېوادونو روزلې ده، اوس نه پوهېږي، چې په امريکايي تکتيک مخ ته ولاړ شي، فرانسوي تکتيک او که د کوم بل هېواد په تکتيک.”

دى وايي، چې په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې همغږي نه درلوده؛ ځکه يې يوه ډله په مرکز، بله يې په جنوب او بله يې چې نه يې غوښتل سرتېري يي ووژل شي، په شمالي ولايتونو کې مېشت شول.

د ده په اند، په تېرو لسو کلونو کې په ټوليز ډول په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام و؛ ځکه چې پر سهوه پسې يې سهوې وکړې.

د امرخېل په اند، د القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د ناټو ماموريت بايد په دوو کلونو کې پاى ته رسېدلى واى.

د هغه په وينا، هر جګړه له دوو لارو پاى ته رسېږي، چې يوه يې له مقابل لوري سره سوله او بله يې هم د يو لوري بريا ده.

امرخېل وايي: “خو ناټو نه افغانستان سولې ته ورساوه او نه يي د ترهګرو پر وړاندې بريا ترلاسه کړه.”

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د افغانستان امنيت بهرنيانو خراب کړى او په دغه هېواد کې د بېرته امنيت راوستو مسووليت هم بهرنيان لري.

د ياد بحث بل ګډونوال او د افغان څېړنيز مرکز مشر غلام جيلاني ځواک وايي، د تېرو لسو کلونو تجربو ته په پام سره، د نړيوالې ټولنې پر ژمنو ډېر باور په کار نه دى.

د ځواک په وينا، نړيوالې ټولنې ويل چې په افغانستان کې ډيموکراسې پلې کوي او بشري حقونه تامينوي خو په تېرو لسو کلونو کې يې د هغو جګړه مارانو ملاتړ کاوه چې د دوى ګټې يې تامينولې.

د هغه په خبره د شيکاګو په غونډه کې هم هېڅ کوم هېواد د افغان ځواکونو د تجهيز او روزنې لپاره مشخصې ژمنې ونه کړې .

د ناټو سرمشريزې چې دوې ورځې مخکې پاى ته ورسېده، اعلاميه خپره کړه چې له مخې به يې د افغانستان ټول امنيتي مسووليتونه د ٢٠١٣ کال تر نيمايي افغان ځواکونو ته وسپارل شي او د ٢٠١٤ کال تر پايه به د ناټو او ايساف ماموريت په افغانستان کې پاى ته ورسېږي.

د افغانستان حکومت وايي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته افغان ځواکونه هر کال ٤،١ ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا لري او په ٢٠١٥ کال کې افغان دولت له دې پيسو څخه يواځې ٥٠٠ ميليون ډالره ورکولى شي.

حکومت په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده .

د شيکاګو په اعلاميه کې راغلي چې افغان دولت بايد کال پر کال د يادو ٥٠٠ ميليون ډالرو کچه لوړه او تر ٢٠٢٤ کال پورې به په دې برخه کې ټول لګښت پر غاړه واخلي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د افغانستان د کلنيو عوايدو لوړېدو ته به پام سره په ياده برخه کې نړيواله ټولنه خپلې مرستې تر ٢٠٢٤ کال پورې کموي.

د غلام جيلاني ځواک په وينا، د افغان حکومت دنده ده، چې نړيوالې ټولنې ته قناعت ورکړي ترڅو په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي .

ځواک هم وايي، چې امريکا او متحدين يې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې ناکام دي.

هغه وايي: “که ناټو صادقانه غوښتى، چې ترهګر له منځه يوسي او سوله راولی، افغانستان ته دا کار ډېر وختي شونى و… امريکا او متحدينو يې بايد د ترهګرو ځالې او ريښې له منځه وړې واى نه څانګې.”

د ده په اند، امريکا او متحدين يې د دې لپاره، چې په خپلو هېوادونو کې يې ستونزې راولاړې شوې، له افغانستان څخه پښې سپکوي.

دى وايي، اوس د افغان ځواکونو مسووليت دى، په هر ډول چې وي بايد د خپلې خاورې امنيت وساتې او په هېواد کې سوله ټينګه کړي.

د هغه په وينا، که له افغان ځواکونو سره اړينې مرستې وشي، نو کولاى شي امنيتي مسووليتونو ته اوږه ورکړي او امنيت ټينګ کړي.

د ياد شوي بحث بل ګډونوال او د مدني ټولنې غړى اکبر جان پولاد هم په دې اند دى چې نړيواله ټولنه د افغانستان په برخه کې په خپلو ډېرو ژمنو کې ريښتينې نه ده.

هغه هم وايي، چې افغانستان د افغانانو هېواد دى او په خپله بايد د امنيت د راوستو لپاره هڅې وکړي او د نورو مرستو تمه ونه لري .

د ده په وينا، سره له دې، چې افغان ځواکونه د سيمي هېوادونو له ځواکونو سره برابر نه دى، خو کافي تجربه لري او د افغانستان او ځينې نورو هېوادونو تر منځ شوي د ستراتيژيکو همکاريو هوکړې هيلي پيدا کوي، چې افغان ځواکونه به د هېواد د امنيت ساتلو وړتيا پيدا کړي.

افغانستان په تېر يوه کال کې د امريکا له متحده ايالتونو، انګلستان، هند، المان، استراليا، ايټاليا او فرانسې سره د ستراتيژيکو همکاريو هوکړې لاسليک کړې دي .

پولاد زياته کړه، که افغان ځواکونو سره اړينې مرستي وشي ددې وړتيا لري، چې په خپل هيواد کې امنيت ټينګ او د ګاونډيو له لاس وهنو يې وژغوري .

دى وايي، بايد ډيره هڅه وشي، چې افغان ځواکونه له تنظيمي او قومي حالت څخه بيرون کړاى شي .

پولاد زياته کړه:” زه په دې باور يم هر څه ژر، چې افغان ځواکونو ته مسووليت وسپارل شي دا به ډيره ښه وي، ترڅو د مسووليت احساس وکړي .”

هغه زياتوي، افغان دولت بايد هڅې وکړي، چې هر څه ژر په پوځې او نورو ادارو کې اداري فساد له منځه يوسي ترڅو د امنيت په ټينګښت کې خلک ورسره مرستې وکړي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.