جلال اباد (پژواک ٤ غبرګولى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د کوچيانو يو قومي مشر د چاودنې له امله ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د غبرګولي په ٤ مه پژواک اژانس وويل، چې دغه پېښه نن شاوخوا ١٢ بجې د سره رود ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا،د کوچيانو وژل شوى قومي مشر حاجي مزدور له خپل زوى سره په کرولا موټر کې سپور و، چې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې شوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه پېښه کې حاجي مزدور وژل شوى او زوى يې ټپي دى.
د سررود ولسوال سيدعلي اکبر سادات پژواک اژانس ته وويل، چې حاجي مزدور د خير اباد د کلي اوسېدونکى او د کوچيانو قومي مشر و، چې له جلال اباد څخه خپل کورته د تلو پرمهال يې پر موټر چاودنه وشوه.
ولسوال وويل، چې د پېښې په تړاو يې تراوسه څوک نه دي نيولي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ملکي روغتون ته له دغې پېښې يواځې يو جسد راوړل شوى دى.
د يوبل خبر له مخې ، د سرحدي پوليسو د لومړي نمبر لوا مطبوعاتي مسوول ادريس مومند وويل،چې د نازيانو ولسوالۍ په شاه کوټ سيمه کې د سرحدي پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې يو طالب ژوندى نيول شوى.
د هغه په وينا، نيول شوى وسلوال قبايل نوميږي او په سيمه کې د يوه طالب قوماندان زوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې له نيول شوي طالب څخه يو ميل کلاشينکوف هم ترلاسه شوى دى.
د يادونې ده ، چې وړمه ورځ د جلال اباد ښار عيدګاه جومات ته څېرمه هم يوه چاودنه رامنځ ته شوې وه، چې ځاني زيان يې نه درلود.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن