جلال اباد(پژواک،٥ غبرګولى٩١) :امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې يې اته وسلوال طالبان وژلي ، خو طالبان د څلور تنو پوليسو د وژلو ادعا کوي.
په ختيځو ولايتونو کې د پوليسو د لومړۍ سرحدي لوا مطبوعاتي مسوول محمد ادريس مومند پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار ٧بجې د لعلپورې ولسوالۍ په چنار سيمه کې وسلوالوطالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستې بريد وکړ .
هغه وايي ، چې د طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ نښتې شاوخوا پنځه ساعته دوام وکړ ،چې په ترڅ کې اته وسلوال طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شوي دي .
د لعلپورې ولسوال حاجي عبدالقيوم وايي، چې د اتو واړو طالبانو مړي اوس هم د نښتې په سيمه کې پراته دي .
هغه زياته کړه ، چې په ياده نښته کې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د لعلپورې ولسوالۍ د چنار سيمې يوتن اوسېدونکي شکيل احمد پژواک ته وويل ، چې له سهاره تر ماسپښين پورې د درنو او سپکو وسلو د ډزونو غږ اورېدل کېده .
هغه وويل ، چې د يادې نښتې په اړه نور معلومات نلري .
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي ، چې د يادې نښتې په ترڅ کې څلور تنه سرحدي پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي .
هغه زياته کړه ، چې د يادې نښتې له امله يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي .
لعلپوره د ننګرهار لرې پرته ولسوالۍ ده ، چې له خيبر پښتونخوا سره ګډه پوله لري .
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن