ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو په ولسي پاڅون کې ١١ وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
26 May 2012 - 14:02
author avatar
26 May 2012 - 14:02

غزني ښار (پژواک ۶ غبرګولى ۹۱): چارواکي وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور د خلکو له لوري ژوندي نيول شوي دي.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د اندړو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ولسي خلک له وسلوالو طالبانو سره په وسلواله نښته کې ښکېل شوي وو.

هغه زياته کړه، دغه نښته چې څو ساعته يې دوام وکړ، په ترڅ کې يې د ولسي خلکو له لوري ۱۱ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور له بې وسلې کېدو وروسته ژوندي نيول شوي دي.

والي وايي، چي په دې نښته کې د سيمې خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، يو عام وګړى وژل شوى او درې ماشومان ټپيان دي.

نوموړي وويل، چې د اندړو ولسوالۍ ترڅنګ د دغه ولايت په يو شمېر نورو سيمو کې هم ځايي اوسېدونکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړى دى.

والي موسى خان اکبرزاده نورې سيمې په ډاګه نه کړې، خو زياته يې کړه، که چېرې خلک له دوى مرسته وغواړي، نو دوى چمتو دي چې ورسره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه: ((زه د غزني ولايت له ټولو اوسېدونکو غواړم چې نور وسلوالو طالبانو ته په کورونو کې ځاى ورنه کړي او پر ضد يې راپورته شي.))

د والي په وينا، د خلکو له دا ډول پاڅونونو سره کېداى شي چې په دغه ولايت کې امنيت ټينګ شي.

له دې مخکې ولسوال شېرخان يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د پاينده محمد او ابراهيم خېلو په سيمو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو وسلوالو طالبانو ته ويلي و، چې نور دې د دوى په سيمو کې نه ګرځي او نه دې هم د ښوونځيو د تړلو ګواښونه کوي.

د ولسوال په وينا، تېره شپه چې وسلوال طالبان يو ځل بيا په سيمه کې ګرځېدل، نو د سيمې د اوسېدونکو له خوا ورسره نښته رامنځته شوه.

يوسفزي وويل، چې په دې څو ساعته نښته کې دوه وسلوال ووژل شول او ٢٥ نور له بې وسلې کېدو وروسته د سيمې د اوسېدونکو له خوا نيول شوي دي.

د اندړو ولسوالۍ يوه قومي مشر هيبت خان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى تېره شپه له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شوي وو.

هغه ومنله، چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زياته کړه: ((موږ نور اجازه نه ورکوو، چې څوک دې زموږ ښوونځي وتړي.))

په ولايتي شورا کې د اندړو ولسوالۍ د خلکو استازى عبدالجامع جامع هم وايي، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د ډېرو سيمو خلک نور له وسلوالو طالبانو په تنګ راغلي او د هغوى پر ضد پورته شوي دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((نښته اوس هم روانه ده او نن د اندړو په بازار کې يو شمېر دوکانونه او ښوونځي هم خلاص شوي دي.))

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.