ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تصديق کړ

ولسي جرګې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تصديق کړ

author avatar
26 May 2012 - 10:35
ولسي جرګې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک تصديق کړ
author avatar
26 May 2012 - 10:35

کابل ښار ( پژواک ٦ غبرګولى ٩١) : ولسي جرګې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک د رايو په غوڅ اکثريت تصديق کړ.

د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکار سند تېره مياشت د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په کابل کې لاسليک کړ او نن د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کمېسيون لخوا د جرګې عمومې غونډې ته وړاندې شو.

ددې کمېسيون مرستيال محمد نور اکبري په نننۍ غونډه کې وويل، چې په دې سند د ولسي جرګې په ټولو کمېسيونونو کې بحث شوى او په اړه يې مخالف نظر نشته .

اکبري د ولسي جرګې له مشر عبدالرووف ابراهيمي څخه غوښتنه وکړه، چې د سند په اړه د جرګې د غړيو رايه واخلي.

د ولسي جرګې مشر غوښتل ، چې رايه واخلي، خو د جرګې يو شمير غړي پر خپلو ځايونو ودرېدل او په ياد سند د بحث غوښتنه يې کوله .

خو د جرګې نورو غړيو د ميزونو په ډبولو سره اعتراض کاوه او له اداري پلاوي يې غوښتل ، چې په دې اړه د جرګې د غړيو رايه واخيستل شي.

وړاندې تر دې، چې د سند په اړه رايه واخيستل شي، د هرات استازي قاضي نذير احمد حنفي او خليل الله شهيدزاده، د بدخشان استازى عبداللطيف پدرام، د کوچيانو استازى ملاتره خېل او د کابل استازى الله ګل مجاهد د اعتراض په ډول له غونډې ووتل .

يادو کسانو غوښتل ، چې د سند په اړه تر رايې ورکولو مخکې بحث وشي.

وروسته د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل: “هر هغه څوک ، چې له دې سند سره ، چې يوه مقدمه او اته فصله دى موافق وي شين او مخالف دې سور کارت پورته کړي .”

د رایې اخيستنې پر مهال د ولسي جرګې ١٩٩ تنو  ګډون کړى و، چې له دې شمېرې څخه ١٩٥ تنو ددې هوکړه ليک د تصديق لپاره موافقه رايه ورکړه او يواځې څلور رايې مخالفې وې.

په ولسي جرګه کې د غزنې استازې هما سلطاني د هغو وکيلانو له ډلې څخه ده ، چې ياد شوى سند ته يې مخالفه رايه ورکړې ده .

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: “ما د سولې لپاره په افغانستان کې هلې ځلې پيل کړې او و مې ويل ، چې ملا عمر زما په کور کې دى ،خو نړيوالې ټولنې او په سر کې امريکا زما دغه خبره ونه منله او طالبانو ته يې په قطر کې مرکز جوړ کړ ، نو ما چې وليدل امريکا سوله نه غواړي ، ځکه يې ما هم سند ته د رد رايه ورکړه .”

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د بدخشان د استازي څارنوال عبدالرووف کارت هم سور و .

هغه وويل ددې لپاره يې يا شوي سند ته د رد رايه ورکړه ، چې ديني مقدساتو ته د درناوی په اړه په کې څه نه دي راغلي.

څارنوال عبدالرووف زياته کړه: ” د رد بل دليل له ما سره دا و ، چې يواځې د ګاونډيو د لاسوهنو نه د خلاصون په موخه مې نه غوښتل ، چې د تل لپاره افغانستان او اسلامي نړۍ د بل چا تر تاثير لاندې   وي .”

دى وايي ،چې د یاد شوي ستراتژيک سند په تاييد سره په دې سيمه کې د افغانستان ، ايران ، پاکستان او نورو اسلامي هيوادونو دځپلو لپاره امريکا خپلې لومړنۍ موخې ته ورسېده.

قاضي نذير احمد حنفي بيا د هغو  کسانو له ډلې څخه دى ، چې د ولسي جرګې نننۍ غونډه يې د اعتراض په موخه پرېښوده .

حنفي د پارلمان په انګړ کې خبريالانو ته وويل ، په دې سند کې ډير مسايل شته ، چې ګونګ دي او ډيرو توضيحاتو ته اړتيا لري .

هغه وايي ، چې ددې سند په هيڅ ځاى کې نه دي راغلي ، چې اسلامي قوانينو او مقدساتو ته به د بهرنيو لخوا درناوى کيږي .

 حنفي وايي : “امريکا خپل هدف ته ورسېده، هغه به اوس خپلې ګټې ترلاسه کوي ، په دې سند کې د افغانستان د ګټې لپاره هيڅ نشته.”

یاد شوى سند په داسې حال کې ولسي جرګې تصديق کړ ، چې د ځينو سرچينو د څرګندونو له مخې،  ايران په دې موخه ، چې دغه سند تاييد نه شي ، ٢٥ ميليون امريکايي ډالره ځانګړي کړي دي.

دغه راز يادو سرچينو ويل، چې ايران اوپاکستان هڅې کولې، چې د افغانستان د ملي شورا غړيو ته پيسې ورکړي او دې ته يې وهڅوي، چې دا سند رد کړي.

ټاکل شوې، چې دغه سند مشرانو جرګې ته هم واستول شي.

د اساسي قانون د نوي يمې مادې له مخې، د دولتونو ترمنځ د معاهداتو او نړيوالو ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملي شورا له واکونو څخه دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.