ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جعلي واکسيناتورانې ونيول شوې

author avatar
27 May 2012 - 17:38
author avatar
27 May 2012 - 17:38

جلال اباد (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې ١٣ کسيزه داسې ښځينه ډله يې نيولې چې په جلال اباد ښار کې يې خلکو ته د تور زيړي جعلي واکسين کاوه.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد نن د غبرګولي په ٧مه، يوه خبري کنفرانس کې وويل چې په سيمه کې د بنګله دېشۍ برک موسسې يوه اشپزې د دغې ډلې مشري کوله.

هغه زياته کړه، دوه اونۍ مخکې ورته ښاريانو خبر ورکړ، چې د ښځينه واکسيناتورانو يوه ډله د تور زيړي واکسين ورکولو پروګرام لري؛ کور په کور ګرځي، مېرمنو او ماشومانو ته واکسين ورکوي.

د نوموړي په وينا، د عامې روغتيا د واکسين له څانګې او امنيتي ځواکونو سره تر اړيکې نيولو وروسته، ورته جوته شوه چې دغه ډله جعلکاره ده.

بازمحمد شېرزاد وويل، چې د څلورمې امنيتي حوزې پوليسو په مرسته روغتيايي کارکوونکي سيمې ته ولاړل او د جعلي کمپاين د دغې ډلې دوه نجونې يې له درملو سره ونيولې.

نوموړى وايي، په لومړۍ امنيتي حوزه کې تر لومړنيو څېړنو وروسته څرګنده شوه، چې د نجونو د دولس کسيزې ډلې مشري د برک موسسې يوه اشپزه کوي، چې پوليسو حوزې ته راوستله.

بازمحمد شېرزاد وويل، د ډلې مشرې پوليسو ته په عذر او زارۍ وويل، چې بې وسې ده او د څو پيسو لاسته راوړلو په موخه يې په پاکستان کې له قادر نومي يوه سړي څخه درمل رانيولي دي.

د روغتون رييس زياته کړه، نيول شوې ښځې ورته ويلي چې دولس نجونې يې هره ورځ د درې سوه پاکستانيو روپيو په بدل کې استخدام کړې وې، څو خلکو ته د تور زيړي دغه جعلي واکسين د کورنۍ هر غړي ته د لسو پاکستانيو روپيو په بدل کې وکړي او هر مازيګر ګټلې پيسې دې ته وسپاري.

ډاکټر شېرزاد وويل، ځينو کلتوري محدوديتونو او دودونو ته په پاملرنې، څلورمې امنيتي حوزې نيول شوې درې مېرمنې او نجونې د ضمانت په اخيستلو سره خوشې کړې.

د عامې روغتيا رييس زياته کړه، له هغو څخه ترلاسه شوي درمل د وزارت په لابراتوار کې د کتنې لپاره کابل ته واستول شول او له معايناتو وروسته، معلومه شوه چې د جعلي واکسين دغه درمل روح افزا او د لېمو شربتونه وو.

بازمحمد شېرزاد وويل، چې دغه ډول د واکسين جعلي پروګرامونه د عامې روغتيا وزارت د پوليو، تيتانوس او زيړي د واکسين ملي پروګرامونه بې اعتباره او زيانمنوي.

نوموړي پر ولس غږ وکړ، تر هغې پورې دې د واکسين په ډلو باور نه کوي، ترڅو چې په وړيا ډول وېشل شوى نه وي او يا هم له رسنيو څخه يې د پيل خبر نه وي ورکړل شوى.

د عامې روغتيا رييس د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې څوارلس ورځې دغه موضوع پټه ساتلې وه؟ وويل، لومړنيو څېړنو وښودله چې يادې ډلې کوم سياسي او استخباراتي ماموريت نه درلود او يواځې د بې وزلۍ له امله يې دغه کار کړى و.

د نوموړي په وينا، ځکه يې دا خبره له رسنيو سره شريکه نه کړه، ترڅو د ترلاسه شويو درملو بشپړه کتنه او ارزونه وشي.

تر خبري کنفرانس وروسته د ګڼو رسنيو ژورنالستان امنيه قوماندانۍ ته ولاړل، څو د پوليسو نظر معلوم کړي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار د څلورمې امنيتي حوزې امر ته ټېلېفون وکړ، چې ولې يې له رسمي دوسيې جوړولو پرته دغه جعلکاره ډله خوشې کړې ده.

د امنيت امر په دې پلمه چې امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله خازم ستانکزى به رسنيو ته معلومات ورکړي، له ځواب ورکولو يې ډډه وکړه.

کله چې خبريالان امنيه قوماندان ته ولاړل، سره له دې چې هغه په دفتر کې و، ساتونکو يې ژورنالستان پرې نه ښودل چې له هغه نظر واخلي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړي ډاکټر عبدالقهار لودين پژواک ته وويل، چې دغې جعلکارې ډلې پر دولت او د ننګرهار ولس ملنډې وهلي، بايد مجازات شي.

د ولايتي شورا مرستيال مفتي معين شاه حقاني ګواښ وکړ، که عدلي او امنيتي ارګانونه دغه دوسيه تعقيب نه کړي، نو شورا به يې په لوړه کچه راپورته کړي.

په جلال اباد ښار کې د واکسينو د کمپاين په نوم دغې جعلکارې ډلې، په خلکو کې اندېښنې راټوکولې دي.

د يادونې وړ ده، يوه اونۍ وړاندې پاکستانى ډاکټر شکيل درانى، چې د امريکا د څارګرې ادارې لپاره يې د اسامه بن لادن د نيولو په موخه د واکسينو د کمپاين جعلي پروګرام پيل کړى و، د دغه هېواد د سترې محکمې له لوري په ٣٣ کاله بند محکوم شو.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.