ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو پوليس او دوه طالبان ټپيان شول

يو پوليس او دوه طالبان ټپيان شول

author avatar
27 May 2012 - 19:35
يو پوليس او دوه طالبان ټپيان شول
author avatar
27 May 2012 - 19:35

ميمنه (پژواک ٧ غبرګولى ٩١): بهرنيو ځواکونو په فارياب کې د شپې د عملياتو پر مهال  څلور ملکي وګړي له ځان سره بېولي او په دې ولايت کې د وسلوالو مخالفينو په بريد کې لږ تر لږه يو پوليس او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

د فارياب د سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې په بګرام کې مېشتو ځانګړو امريکايي ځواکونو، د دې ولسوالۍ په ده نو کلي کې د ځايي اوسېدونکي مخدوم حبيب الله پر کور بريد کړى دى.

سرچينې وويل، چې امريکايي ځواکونو له ياد شوي کور څخه څلور مېلمانه، چې د روشن مخابراتي شرکت کارکوونکي وو، له ځان سره بېولي دي.

هغه زياتوي، چې بهرنيو ځواکونو پر ياد شوي کور د راکټونو فيرونه هم کړي، چې يواځې مالي زيان يې اړولى دى.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال بريالى پرواني وايي، چې دوى له دې پېښې نه دي خبر او بهرنيو ځواکونو په خپلسر عمليات ترسره کړي دي.

امريکايي ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د شپې ياد عمليات په داسې حال کې ترسره شوي، چې د روان کال د وري په شلمه د افغانستان د ملي دفاع وزير او په افغانستان کی د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان هوکړه ليک، لاسليک کړ چې له مخې به يې نور په افغانستان کې د شپې د عملياتو په ګډون ټول ځانګړي عمليات د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړې قطعې له خوا ترسره کېږي.

  د يو بل خبر له مخې، د فارياب ولايت د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وايي، تېره شپه د دې ولايت د قرم قل او دولت اباد ولسواليو پر پوله د جنګل په سيمه کې د پوليسو يو رنجر موټر، د وسلوالو مخالفينو له کمين سره مخ شو.

دى وايي چې د دې بريد په پايله کې، دوه پوليس او وسلوال طالب ټپيان شوي او يو طالب وژل شوى دى.

خو د دې ولايت د امينه قوماندانۍ د امنيت امر بريالى پرواني وايي، چې په دې بريد کې يو پوليس او دوه د دولت وسلوال مخالفين ټپيان شوي دي.

وسلوالو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.