ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تګاب زده کوونکي د امنيتي پوستو له امله ښوونځيو ته نه ځي

د تګاب زده کوونکي د امنيتي پوستو له امله ښوونځيو ته نه ځي

author avatar
28 May 2012 - 17:41
د تګاب زده کوونکي د امنيتي پوستو له امله ښوونځيو ته نه ځي
author avatar
28 May 2012 - 17:41

محمود راقي (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ يو شمېر زده کوونکي وايي، چې د دوى د ښوونځيو ترڅنګ يو شمېر امنيتي پوستې جوړې شوي او دوى يې له امله ښوونځيو ته نه شي تللى.

 د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د شهيد عبدالغياث د منځني ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى د ښوونځي ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو امنيتي پوستې جوړې شوي او دوى له همدې امله ښوونځي ته نه شي تللى.

 د هغه په وينا، پر دغو پوستو وخت ناوخت وسلوال طالبان بريدونه کوي او دوى له وېرې ښوونځي ته زړه نه ښه کوي.

 نوموړي زياته کړه: ((له ژمي راهيسې زموږ د ښوونځي ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې شوي، چې زما په ګډون ډېرى زده کوونکي ښوونځيو ته نه ځي.))

 تاج محمد وايي، چې د وسلوالو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ چې هرکله نښته رامنځ ته کېږي، ډېرى مرمۍ د دوى د ښوونځي پر دېوالونو لګېږي.

 د تګاب ولسوالۍ د شکوټ سيمې د منځني ښونځي د اووم ټولګي زده کوونکي خيرالله هم پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د ښوونځي ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو امنيتي پوسته جوړه شوې ده.

 د هغه په وينا، څه موده مخکې د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو ترمنځ د نښتې له امله د دوى يو ټولګيوال ټپي شوى و.

 نوموړي زياته کړه چې له هغه وروسته، اوس ډېرى زده کوونکي ښوونځي ته د تګ زړه نه ښه کوي.

 دغه راز د تګاب ولسوالۍ د کلا صالح او د وحدت په نوم د ښوونځيو زده کوونکي هم ادعا کوي، چې د دوى د ښوونځيو ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې شوي، چې وسلوال طالبان پرې کله ناکله بريدونه کوي او زده کوونکي په کې ټپيان کېږي.

 د دغو زده کوونکو په وينا، ډېرى زده کوونکي او ښوونکي له همدې وېرې خپلو ښوونځيو ته نه حاضرېږي او ډېر وخت د دوى د تدريس لړۍ په ټپه ولاړه وي.

 د تګاب د پوهنې مدير پيرمحمد ساپى هم مني، چې د يو شمېر ښوونځيو ترڅنګ امنيتي پوستې جوړې شوي، چې د پوهنې پر بهير يې ناوړه اغېز کړى او وسلوال مخالفين هم دغه سيمې د دولت سنګر بولي.

 خو هغه په دې اړه چې څومره زده کوونکي د دې پوستو له امله ښوونځيو ته نه ځي او د دغو پوستو شتون پر پوهنې څه ډول ناوړه اغېز کړى دى؟ معلومات ورنه کړل.

 په دې اړه د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان پژواک اژانس ته وويل، هېڅوک حق نه لري چې له ښوونځيو سره نږدې امنيتي پوستې جوړې کړي.

 د هغه په وينا، د دغې ستونزې په اړه تراوسه نه وو خبر، خو له دې ورسته به يې له اړوندو ادارو سره په اړه خبرې وکړي.

 دى زياتوي: ((موږ د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غواړو، چې له معارف سره مرسته وکړي؛ خو د دولت دا مسووليت دى چې خلکو ته د پوهنې دروازې پرانېزي.))

 خو د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى بيا وايي، چې دوى لومړيتوب امنيت ته ورکړى او په دويم ګام کې پوهنې ته توجه کوي.

 د هغه په وينا، دا مهال په تګاب کې ډېرې امنيتي پوستې جوړې شوي او ورسره په دغې ولسوالۍ کې امنيت هم ښه شوى دى.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه امنيتي پوستې د لنډمهال لپاره دي او دوى هڅه کوي، چې ژر يې د ښوونځيو له شاوخوا لرې کړي.

 د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې ښوونځيو ته ګواښونه ډېر شوي دي؛ له يوې خوا په غزني کې شاوخوا ٤٠ ښوونځي تړل شوي او له بلې خوا د ډېريو ولايتونو کې زده کوونکي مسمومېږي.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.