ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه ځانمرګي په ګډون درې وسلوال ووژل شول

د يوه ځانمرګي په ګډون درې وسلوال ووژل شول

author avatar
28 May 2012 - 13:59
د يوه ځانمرګي په ګډون درې وسلوال ووژل شول
author avatar
28 May 2012 - 13:59

کندهار ښار (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د کندهار په ميانشين ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي په ګډون درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په ميانشين ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريد کوونکي د خپلو دوو نورو ملګرو په ملتيا د پوليسو پر ګزمې د بريد نيت درلود، چې تر هدف وړاندې ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې يوه ډله ملي پوليس تېره شپه د ميانشين ولسوالۍ په زيلنډ او لوړې سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې له دغې پېښې سره مخ شول.

د نوموړي په وينا، وسلوالو پلان درلود، چې لومړى پر پوليسو ځانمرګى او بيا وسلوال بريد وکړي، چې له پوليسو سره په نښته کې درې واړه ووژل شول.

دى وايي، چې د وژل شوو کسانو وسلې او مهمات د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

ميانشين د کندهار هغه ولسوالۍ ده، چې تېر شپږ کلونه د طالبانو تر ولکې لاندې وه، خو څو مياشتې وړاندې د نظامي عملياتو په پايله کې حکومت تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

بلخوا په خاکرېز ولسوالۍ کې پوليسو له چاودېدونکو توکو ډکې درې شل کيلويي بوشکې کشف او شنډې کړې دي.

فيصل وايي، دغه چاودېدونکې ډبې پوليسو د خپلې ګزمې پر مهال وموندلې، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا په عامه لاره کې ځاى پر ځاى شوې وې.

وسلوالو طالبانو د دغې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې، چې د پوليسو پر رينجر موټر وشو، يو پوليس او دوه ملکي وګړي ټپيان شول.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.