ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ځوانانو د سترو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه

د ننګرهار ځوانانو د سترو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه

author avatar
29 May 2012 - 16:46
د ننګرهار ځوانانو د سترو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه
author avatar
29 May 2012 - 16:46

جلال اباد (پژواک ٩ غبرګولى ٩١): د ننګرهار ولايت سلګونو ځوانانو او د مدني ټولنو غړو د يوه پراخه لاريون په ترڅ کې له دولت څخه په دې ولايت کې د سترو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو چې د غبرګولي په ٩مه، راټول شوي وو، ګواښ  يې وکړ، که دولت تر درې ورځو پورې د نغلو د انتقالي برېښنا، کابل – جلال اباد دويمې ليکې سړک او بهسودو پله جوړونې په اړه غوڅه ژمنه ورنه کړي، پراخ لاريونونه به پيل او کابل ته غځېدلې لارې به وتړي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر نوراغا ځواک، چې په پښتونستان واټ کې له سلګونو لاريون کوونکو سره ولاړ و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت له ننګرهار سره د مور او ميرې چلند کوي.

هغه زياته کړه، دولت د ننګرهار بودجه شمالي ولايتونو ته ورکوي، چې له امله يې دلته د کال له پيل راهيسې رغنيزې پروژې په ټپه ولاړې دي.

د نوموړي په وينا، له شپږو کلونو راهيسې دولت پرله پسې ژمنې کوي، چې ننګرهار ته به د نغلو برېښنا رالېږدوي؛ خو تراوسه يې پلي کړي نه دي.

د ځوانانو چارو امر وويل، که تر راتلونکو درېيو ورځو دولت د کابل-جلال اباد دويمې ليکې د سړک جوړولو، د بهسودو د نوي پله جوړولو او جلال اباد ښاريانو ته د برېښنا رسولو وروستۍ نېټه معلومه نه کړي، دوى به د ننګرهار په دوه ويشتو ولسواليو او ټولو ختيځو ولايتونو کې په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

لاريون کوونکو د برېښنا وزير اسماعيل خان او مارشال محمد قسيم فهيم پر ضد د مرګ شعارونه ورکول.

د مدني ټولنو په استازيتوب نورشاه نوراني پژواک اژانس ته وويل،  په دې موخه يې سوله ييز لاريون ترسره کړ، چې دولت پوه شي، ننګرهاريان نور تر پوزې راغلي او خپل حق ترلاسه کوي.

نوراني وويل: ((موږ به تر هغې په ارام کېننو، څو مو چې درې واړه غوښتنې نه وي پوره شوي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال، چې لاريون کوونکو ته د قناعت ورکولو په موخه پښتونستان واټ ته راغلى و، پژواک ته وويل، چې په رښتيا هم  دولت ننګرهار ته پاملرنه نه کوي.

ګرديوال نيوکه وکړه، چې لا تراوسه يې ولايت ته انکشافي بودجه نه ده ورکړل شوې، څو رغنيزې پروژې پرې پيل کړي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ له سويې لوړه ده، چې لاريون کوونکو ته تر درې ورځو يقيني ژمنه ورکړو؛ خو له دوى سره به په ګډه هڅه کوو، چې دغه درې واړه پروژې ترسره شي.))

د يادونې وړ ده، چې ننګرهار والي ګل اغا شېرزي يوه اونۍ وړاندې خپلو ټولو رييسانو ته ګواښ کړى و، که تر دوه اونيو له اړونده وزارتونو څخه پراختيايي بودجه ترلاسه نه کړي، له دندو به يې ګوښه کړي.

شېرزي هم په لومړي ځل اعتراف کړى و، چې د بودجې د نه شتوالي له امله يې په ولايت کې رغنيزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د يادولو وړ ده چې يادې پروژې نه يواځې ختيځو ولايتونو، بلکې د هېواد پلازمېنې او ټول هېواد ته حياتي ارزښت لري.

د کابل – جلال اباد لويه لاره، نه يواځې د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو يوه مهمه او  نږدې لاره ده، بلکې د هېواد ٧٠ سلنه صادرات او واردات له همدې لارې څخه ترسره کېږي.

په ختيځو ولايتونو او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د اوړي پر مهال د تودوخي درجه ٥٠ ته رسېږي، چې سخته ګرمي خلک له زياتو ستونزو سره مخ کوي. دغه راز د برېښنا د نه شتون له امله د دې ولايت صنعتي فابريکې په ‌ټپه درېدلې دي.

د بهسودو پول چې د ٤٠ کلونو لپاره جوړ شوى، اوس پرې ١٢ کاله اوښتي او استهلاک شوى دى؛ په دې وروستيو کې پر دې پول د خلکو او موټرو تګ راتګ زيات شوى؛ ننګرهار، کونړ او نورستان د ٢٧ ولسواليو خلک له دې پول څخه ګټه پورته کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.