ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه تنه د سترې محکمې د غړيتوب لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

دوه تنه د سترې محکمې د غړيتوب لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

author avatar
30 May 2012 - 14:57
دوه تنه د سترې محکمې د غړيتوب لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول
author avatar
30 May 2012 - 14:57

کابل (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د سترې محکمې د عالي شورا د غړيتوب لپاره دوه تنه د باور رايې اخيستنې په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول او جرګه به د راتلونکې شنبې په ورځ د باور او يا د نه باور رايه ورکړي.

ستره محكمه نهه غړي لري، چې درې يې د څلورو کلونو لپاره، درې تنه د ٧ کلونو لپاره او درې نور د لسو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

د سترې محکمې د نهه کسيزې عالي شورا له غړو څخه د سترې محکمې د رييس پوهاند عبدالسلام عظيمي، چې اوس د سرپرست په توګه کار کوي، ضامن علي بهسودي او مولوي محمدقاسم د کار موده په ١٣٨٩ کال کې پاى ته رسېدلې ده.

ولسي جرګې څو ځلې غوښتنه کړې وه، چې د يادو کسانو پر ځاى نور کسان جرګې ته د اعتماد رايې اخيستو په موخه ور وپېژندل شي.

خو نن د افغانستان د عدليې پخوانى وزير محمدسرور دانش او د قضايه قوې د اوسنۍ عمومي ادارې امر ډاکتر عبدالمالک کاموي نن په پارلماني چارو کې د دولت وزير همايون عزيزي د دې شورا د غړيتوب لپاره د کانديدانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل.

عزيزي وويل، چې د يادو کسانو تحصلي اسناد څه موده وړاندې د ولسي جرګې د معارف، لوړو زده کړو، ديني او فرهنګي چارو کمېسيون ته استول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ولسمشر له جرګې څخه غوښتنه کړې، چې يادو کسانو ته د باور رايه ورکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، محمدسرور دانش د محمدعلي زوى په ١٣٤٠ کال کې په دايکنډي ولايت کې زېږيدلى دى.

ده وويل، چې دانش د حقوقو په برخه کې د ليسانس او د فقهې او اسلامي ثقافت په برخه کې د ماسترۍ په کچه زده کړې دي.

سرچينې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې دانش لوړې زده کړې په عراق، سوريه او ايران کې کړې دي.

عزيزي زياته کړه، دانش تر اوسه د ٧٠٠ په شاوخوا کې علمي او ديني مقالې ليکلي او ١٥ کتابونه يې تاليف کړي دي.

سرور دانش په تېرو لسو کلونو کې د دايکنډي د والي، د عدليې وزير او د دوو کلونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزير وويل، چې عبدالمالک کاموي د عبدالعلي زوى په ١٣٤٧کې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې زېږدلى دى.

دى وايي، چې کاموي لومړنۍ زده کړې په خپل هېواد کې او د ليسانس په کچه زده کړې يې د فقهې او قانون په برخه کې په “دعوت او جهاد” پوهنتون کې ترسره کړې دي.

عزيزي وايي، چې کاموي د فقهې او قانون په برخه کې د مصر له الازهر پوهنتون څخه د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، کاموي له ١٣٨٢ کال را په دېخوا د افغانستان د قضايي ارګان ترڅنګ په نورو دولتي ارګانونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

عزيزي وايي، چې کاموي يو شمېر علمي اثار ليکلي او په پښتو، درې، عربي او انګليسي ژبو تسلط لري.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل، چې ياد کسان به د راتلونکې شنبې په ورځ خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته تشريح کړي.

ابراهيمي زياته کړه، چې په همدغې ورځ به يادو کسانو ته رايه اچونه هم د جرګې د غړو له خوا ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې سرور دانش تر دې مخکې يو ځل د عدليې د کانديد وزير او بيا د لوړو زده کړو د کانديد وزير په توکه جرګې ته معرفي شوى و، خو د باور رايه يې ترلاسه نه کړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.