لښکرګاه (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): په هلمند ولايت کې د ملي اردو مسوولينو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د ٢٥ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
په دغه ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه عمليات تېره ورځ د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې ٢٥ وسلوالو طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
سرچينه کاږي، چې د عملياتو پر مهال له يادو طالبانو ١٥ ميله وسلې او ٣٠ کړۍ ماينونه ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه كې دا هم ويل شوي، چې په ترسره شوو عملياتو كې د ملي اردو سرتېرو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
د۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني هم پژواک اژانس ته ياد عمليات او مخالفينو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.
پرواني وويل، چې په عملياتو كې د ملي اردو سرتېرو ته هېڅ زيان دى اوښتى او سيمه يې له وسلوالو مخالفينو پاكه كړې ده.
وسلوالو طالبانو د سنګين د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند قاري يوسف احمدي په يو ټيلېفوني پيغام کې ادعا کړې، چې په کجکي ولسوالۍ کې يې لسو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن